افغانستانخبرونهسلايډ

په کابل کې تښتول شوې هندۍ مېرمن خوشې شوه

د هند دبهرنیو چارو وزېرې سوشما سورج ویلي، د اغا خان د خیریه بنسټ کارکونکې هندۍ جودیت دیسوزا له یو میاشت بند څخه وروسته خوشې شوه. سوشما سورج په خپلې ټویټر پاڼه لیکلي، د اغلې دیسوزا په خوشې کیدو خوشحاله شوې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزېرې له افغان حکومت او په کابل کې د هندي چاروکو څخه مننه کړې، نومړې وايي، چې د دیسوزا په خوشې کیدو کې د افغان حکومت او په کابل کې د هند سفارت هڅې د ستاینې وړ دي. د هند حکومت وايي، د دیسوزا د خوشې کیدو لپاره په دومداره توګه له افغان حکومت سره په اړیکه کې وو. دیسوزا د کابل په قلع فتح الله خان سېمه کې اوسیده او له هماغه ځایه تښتول شوې

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د افغانستان له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي وه، چې د دیسوزا په خوشې کولو کې کوشش وکړي. تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې یو بل هندی چې الیکسس پرم کما نومېده په هرات کې تښتول شوې و، چې په ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ میاشت کې را خوشې شو.

د یادونې وړ ده چې په دا ورستیو کې د کابل په ښار کې د تښتونو پېښې زیاتې شوي، څه موده وړاندې یوه المانۍ مېرمن هم له قلع فتح الله سېمې څخه تښتول شوې وه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button