افغانستانخبرونه

په هلمند کې ځانگړي امریکایي او برتانوي پوځیان ځای پر ځای شوي

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې څلور ډلې ځانگړي امریکایي او برتانوي پوځیان هلمند کې ځای پر ځای شوي دي چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي. سيمه‌ییز چارواکي وایي چې طالبانو د هلمند څلور ولسوالۍ نیولي دي او د ولایت مرکز لښکرگاه ښار همد سقوط له گواښ سره مخ دی.

بهرني ځواکونه له هغې وروسته په هلمند کې د بیامېشتېدنې پرېکړه کوي چې طالبانو په دې وروستیو کې وکولای شول څو ولسوالۍ ونیسي.

یوازې سږ کال ۲۰۰۰ امنیتي ځواکونو ته په دې ولایت کې مرگ ژوبله اوښتې. دغو لوړو تلفاتو بهرنیان اندیښمن کړي دي. امریکایي او بریتانوي پوځیان غواړي چې د وضعیت د کابو کولو لپاره یو ځل بیا په سیمهکې مېشت شي. ښايي په هلمند کې د طالبانو د پرمختگونو د مخنیوي لپاره به ناټو ځواکونه همځای پر ځای شي.

دا په داسي حال کې ده چې د ناټو عمومي قومندان جنرال جان کمبل وایي، له طالبانو د هلمند «ساتل»د دوی له لومړیتوبونو څخه دی.کمبل وايي: «موږ نه غواړو چې هلمند سقوط وکړي؛ نو له همدي کبله ځانگړي امریکایي او برتانوي پوځیان په دې ولایت کې ځای پر ځای شوي دي».

د روان کال په سپټمبر کې طالبانو د څو ورځو لپاره کندوز ښار تر خپلې ولکې لاندي راووست، چې له دې سره لویدیځوال اندیښمن شول او غواړي چې په راتلونکي کې نور ولایتونه طالبان تر خپلې ولکي لاندي را نه وړي. له تېرو څو میاشتو راهیسي طالبانو په هلمند کې امنیتي ځواکونو ته ډیره مرگ ژوبله اړولي ده، چې له دې سره حکومت او ناټو ځواکونه غواړي چې هر څه د خپلې څارني لاندي راولي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button