پاموړسلايډ

په نړۍ کې د چا پوزه ډېره غټه ده؟

تر اوسه په نړۍ کې د عجايبو او نوادرو ډېرې مسابقې شوې او مختلفو کسانو د مختلفو ځانګړنو د لرلو له کبله جايزې ګټلي او يا يې د عجيبه يادونو په کتاب کې نوم ثبت شوی دی، خو کله مو دا خبر اورېدلی چې د نړۍ د سترې پوزې مسابقه ترسره شوې؟

هو، دا کار هم ترسره شو. په نړۍ کې د سترې پوزې لرلو مسابقه هم ترسره شوه او تر ټولو د لويې پوزې څښتن په کې يو مډال هم ترلاسه کړ. د نړۍ د سترې پوزې مسابقه د آلمان په لاګنبروک ښار کې ترسره شوه.

د مسابقې له پاره په لسګونو کسانو نومونه ليکلي وو. د ځينو پزې ډېرې غټې وې، خو ځينې داسې کسانو هم په کې برخه اخيستې وه چې پزې يې دومره سترې نه ښکارېدې. دغه مسابقه د هانس روست په نامه يوه هالنډۍ وګټله او د غټې پزې په لرلو يې خپلو رقيبانو ته کلکه ماته ورکړه او يو ستر مډال هم ترلاسه کړ.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button