پاموړ

په نړۍ کې د تر ټولو قيمتي کميس څښتن وژل شوی

څه موده وړاندې په هند کې د داتا فوج په نامه يوه سړي آوازه خوره کړه چې په نړۍ کې د ترټولو قيمتي کميس څښتن دي. هغه ويلې چې کميس يې له سرو زرو جوړ کړی دی. هندۍ رسنۍ راپور ورکوي چې داتا فوج د همدغه کميس له کبله له خلکو سره په لانجه کې وژل شوی دی.

آر ټي ټلويزيوني شبکه راپور ورکوي چې داتا فوج غوښتل د خالصو سرو زرو د کميس اغوستو له لارې ښځې ځان ته جذبې کړي، مګر د همدغه کميس له امله د يوې ډلې کسانو له لورې ووژل شو.

هندي پوليس وايي چې ۴۸ کلن داتا فوج د يوې ډلې له لورې سخت وهل خوړلي او د همدغو ټپونو له کبله مړ شوی دی. پوليسو زياته کړې چې داتا فوج د خوښۍ په مراسمو کې برخه اخيستې وه چې د خلکو له لورې پرې بريد وشو او په تيږو وويشتل شو. فوج د پنجشنبې په ورځ مړ شو.

داتا فوج ياد کميس، چې له درې کيلو سرو زرو جوړ شوی و، په نږدې څلور لکه ډالرو په کال ۲۰۱۳م کې اخيستی و. هغه غوښتل له دې لارې د ښخو پام د ځان په لور کړي.

پوليسو ويلي دي چې فوج له دغو کسانو سره مالي شخړه لرله. د يادو کسانو څلور کسه تر اوسه نيول شوي دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button