نظر او تحلیل

په غزني کې پر ناموسونو روان تیری او زموږ چوپتيا

په غزني کې خلک باالاخره اړ شول چې مرکز ته راشي او په اندړو کې د سيمه ايزو پولیسو او اربکيانو د روان زياتي له امله خپل غږ پورته کړي، دوی چې نن مرکز ته راغلي وو له والي، امنيه قومندان او د ملي امنيت له رئيس سره په کتنو کې يي هلته د روان زياتي له امله شکايت وکړ او ويي ويل چې پر دوی نور روان زیاتی د زغملو نه دی.دوی په نني غږ کې له څو ستونزو چې په ريښتوني ډول په افغاني ټولنه کې د منلو نه دي پرده پورته کړې او ويلي يي دي چې اربکيان چې نور ورته پروګرام ورکوي د خلکو کورونو ته د ننه کيږي، جنسي تيری کوي، شته يي لوټي او تر ټولو بده او د شرم وړ خبره خو يي لا دا چې پيغلې نجونې له ځان سره ولي ځينې په زوره ځانونو ته ودوي او ځينې نورې بیا د پیسو په بدل کې بیرته خوشې کوي.

دا زیاتی په افغاني تاريخ کې نه ځای لري نه يي ساری شته، په افغاني ټولنه کې میرمنو ته دومره حيا ورکول کيږي چې تر اوسه يي د نړۍ په هيڅ ځای کې ساری نشته دا به پريدو چې لويديځې رسنۍ او د ښځو په نوم ځينې سفارتي او پروژې ادارې څه وايي يا يو نيم زیاتی ولې ستر شي خو په ټول کې ښځو ته افغاني ټولنې ورکړی عزت بې ساری دی.

دا منو چې ځينې وختونه کله کله عقده مندانه چلندونه ښځې له زياتي سره مخ کړي خو که موږ يوازې يوه ورځ يو اروپايي او پرمختللی متمدن هیواد وڅارو رسنۍ يي تعقيب کړو څومره وژنې،جنسي تيري او زیاتی چې په اروپا او امريکا کې له میرمنو سره کيږي په افغانستان کې په مياشت او يا کال کې نه کيږي خو زموږ بدي داده چې نن ډيری له اسلام سره د عقده مندانه چلند له امله له فيل څخه قیل جوړوي او بل دا چې له ښځو سره هر ډول زیاتی په هغو سيمو کې کيږي چې دولتي واک پکې دی، نن چې په غزني کې څومره پتمنې بې پته کيږي، تښتول کيږي دا کارونه هغه کوي چې دوی يو وخت د نظام  څخه د دفاع غږ پورته کړی و ما ته ان هغه وخت دا غږ له کرکې ډک ښکاريده خو ډيرو به راته يو ډول فکر کاوو خو زه د غزني د خلکو له زړه خبر ووم، د افغانستان له ټولنیزو ارزښتونو او بیا عقدو هم خبر ووم، زه په دې ښه پوهيدم چې ځينې پردیو ته د سپيتوب په خاطر په موږ څه ډول لوبې کولای شي.

په غزني کې اربکيان، په ميدان وردګو کې يو وخت هغه وحشي  کندهاری ذکريا او په ازرګان کې حکيم شجاعي دا ټول افغانان دي، دوی چې هر زیاتی کړی دی د افغان تر نوم لاندې يي په افغانستان کې کړی دی، که د رخشانې خبرې ته هوا ورکول کيږي او په غزني کې پر روان زياتي رسنۍ او نړۍ واله ټولنه چوپه وي نو موږ بايد پوی شو چې دلته څه روان دي.

دلته ځينې هسې قهرمانان شي مګر هغه چې ريښتوني قهرمانان يا مظلومان دي دوی هیر شوي دي، دلته قهرمانۍ او مظلوميت ته حدود هغه ټاکي چې دوی په خپله زياتی کوي، جنسي تيري کوي، که چيرې د مظلومیت لپاره حد وي نو د غزني د اندړو پتمنې خويندې او ميندې تر ټولو ډيرې مظلومانې دي باور وکړی د نني مظلوميت انځور نه د عراق په یزيديانو کې شته او نه د سوريي او يمن په خلکو کې، يزیدي ميرمنې په عراق کې د يوې منحوسې پروژې ښکار دي، هلته هرڅه چې کيږي پردي يي پرې کوي خو دلته بیا زموږ خپل لګيا دي او له خلکو يي يزیديان جوړ کړي دي.

په افغانستان کې اوس اوس که فکر وکړو نور هيڅ شی خوندي نه دي، کله چې ښځې تښتول کيږي او هغه قوم چې نه غواړي دا خبرې يي نور واوري نن مجبور شوي دي چې دا خبره رسنيزه کړي، په غزني کې روان زیاتی د منلو نه دی نن که چيرې د غزني د يو وخت پاڅون والو فیسبوکي ملاتړي رښتيا هم وجدان لري او پر انسانيت او افغانيت باور لري نو را دې شي ددې خويندو په خاطر دې هم غږ پورته کړي، دا خیر ده که هلته د دوی خويندې نه تښتول شوي او نه په زوره واده شوي داسې فکر دې وکړي چې دا د دوی خويندې دي.

په افغانستان کې چې هرڅه روان دي دا پردي دي د سیمه ايزو پوليسو پروژه چې امريکې طرحه کړې، بودجه ورکوي، معاشونه او موټرې ورکوي د همدې ډول وحشت په خاطر ډيزاین شوې که داسې نه وی نو دوی چې پر دې خلکو کوم لګښت کوي نو ولې يي پر اردو او پوليسو نه کوي، دوی چې کومې موټرې او وسلې سیمه ايزو پولیسو ته ورکوي ولې يي پولیسو ته نه ورکوي، له دې هرڅه له ورايه ښکاري چې دا هرڅه زموږ د خلکو، ميرمنو، عزت او ناموس پر ضد کيږي، په غزني کې مې يو وخت له يو ملګري سره پر همدې پاڅون لفظي شخړه وکړه هغه راته دا دلیل را ووړ چې ددې پاڅون او  سيمه ايزو پوليسو مشري هغه کسان کوي چې پوهنتون يي لوستی دی، نن به دا ملګری چيرې وي چې د دوی سند راته را وښي،او نن راته ددې خبرې سپيناوی وکړي، موږ خو تل په سندونو غوليدلي يو او په دې نه يو پوی چې دا وطن په سندونو نه بلکه په ويښ، افغاني او اسلامي وجدان ساتل کیدای شي.

په افغانستان کې په ټول کې او په کابل کې په خاص ډول تر ۴۰ ډير ټلويزيونونه، تر سلو ډيرې ورځپاڼې، اونيزې او پنځلس ورځنۍ خپرونې او تر زرګونو ډيرې ويبپاڼې او تر لکونو ډير کسان په ټولنيزو پاڼو کې فعال دي، دوی ولې مستند سازي نه کوي، که دوی د رخشاني په اړه مستند سازي کولای شي، که دوی يو  ډول نه يو ډول مسلمانان ښکنځلي شي، که دوی د کندز او نوروسيمو له نښتو ژوندي راپورونه ورکولی شي نو غزني هم ددې وطن خاوره ده، په غزني کې روان ناموسي زیاتی هم ددې وطن پر پتمنو ميرمنو دی کومې رسنۍ تر اوسه مستند سازي کړې، کومه رسنۍ سيمې ته ورغلې او په ژوندۍ بڼه يي د خلکو مظلوميت انځوريز او يا غږيز کړی دی، آيا دلته ټول هغه چې ځانونه روڼ اندي، رسنيز فعالان، مدني فعالان، وجدان لرونکي او مبارزين بولي رښتيا هم وجدان لري، رښتيا هم دوی د وطن له غمه مړه دي؟ آيا دوی هم خويندې، ميندې او ناموس لري کنه؟ نو که ناموس لرۍ په خپل ناموس مو زړه بديږي نن يي ورځ ده ورشی او په غزني کې روان زياتی مستند سازي کړۍ، تر ارګ، مرګ، او چار چينار پورې يي ور ورسوی او مشرانو ته و وایی چې ای زموږ مشرانو! زموږ پر ناموسونو ملنډې وهل کيږي، زموږ پتمنې میرمنې د نورو د جنسي زياتي ښکار دي ايا تاسو خبر ياست؟

خو کاش دلته ريښتونی فعال، ريښتونې رسنۍ، ريښتوني مفکرين، ريښتوني روڼ اندي،ريښتونی مبارزين او ريښتوني افغانان وی دلته هرڅه مصنوعي، پروژوي او د نورو په خاطر ژوندي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button