خبرونه

په شمال کې د گازي برېښنا دویم ستر مرکز د جوړېدو هوکړه لاسلیک شو

 

په شمال کې د گازي برېښنا دویم ستر مرکز د جوزجان په مرکز شبرغان کې د جوړېدو هوکړه لیک د انرژۍ او اوبو وزارت او د بیات شرکت تر منځ لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک له مخې به د بیات شرکت د ۵۲ میگاولته برېښنا تولید ظرفیت جوړوي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني په ننۍ غونډه کې وویل چې بیات شرکت به په راتلونکي دوه میاشتو کې د هوکړه لیک ټوله مسوده د انرژي او اوبو وزارت ته سپاري. عثماني دغه راز زیاته کړه چې بیات شرکت ژمنه کړې چې په درې مرحلو کې به دغه کار د۲۵۲ ملیونه ډالرو په ارزښت سرته رسوي او په پای کې به ۱۹۲ میگا ولته برېښنا د جوزجان او شاوخوا سیمو ته ورکړي.

اوسمهال افغانستان ۷۰ سلنه برېښنا له ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران څخه واردوي او پاتې نوره برېښنا په افغانستان کې د  داخلي بندونو له لارې تولیدېږي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button