روغتيا

په شاتو سره د دانو درملنه

عبدالغفار جبیر

د انسان پر مخ، غاړه باندي عموماً دانې راپورته کیږي چي په طب کي دې ته Rash, Acne, Pimple وایي، ځینې دانې اوږد مهالې او ځیني لنډ مهالي دي، دا مختلف عوامل لري د بیلګي په ډول سره:

۱- دخوراک له کبله.

۲- د دارو درمل داستعمال له کبله.

۳: د هارمونو له کبله.

۴: ځینی ارثي دي.newborn-rash-on-face-causes-agents-treatment-2

۵: دځینو دمخ دکریمو، پوډرو اوروغنو له کبله

په عمومي ډول سره خاص عسل یې ښه درملنه ده، دا ځکه چې خاص عسل انټی بیوټیک دی نو دانې وچوي او داغ یې له منځه وړي.

د استعمال طریقه یې:

پاک مالوچ، ململ اویا خاصه دي را وخستل شي او په عسلو دي ولړل شي او په ورځ کی دې درې ځلي پرې ووهل شي د ۱۵- ۲۰ دقیقو پوری وروسته دي په ګرمو اوبو پریمنځل شي، دا طریقه دې استعمال کړي، ان شاء الله ژر به يې دانې ختمې شي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button