روغتيا

په خوب کې ګرځېدل څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه: شکور کامران

په مغزو کې د خوب يو مرکز دی چې په وجود کې ويده کېدل او ګرځېدل تنظيموي. کله چې د خوب دا مرکز په کار پيل وکړي، دوه دندې تر سره کوي: يوه دا چې د مغزو د ځينو برخو فعاليت دروي، څو د خوب پر مهال د کوم کار ترسره کولو تمايل ونه لرئ. دويم دا چې دا مرکز د ځينو عصبي رشتو فعاليت چې بانديني پيغامونه مغزو ته لېږدوي، دروي، څو وجود مو ارام استراحت وکړی شي او په استراحت کې مو کومه تشه رامنځته نه شي.

د مغزو د خوب مرکز او د انسان بدن هر وخت سره په اړيکه يا په بل عبارت سره نښتي وي، خو په ځينو حالاتو کې يو له بله بيليږي. کله چې داسې وشي، ماغـزه مو ويده وي، په داسې حال کې چې بدن مو ويښ پاتې کيږي. هغه کسان چې په داسې حالت کې وي، معمولا د خوب پر مهال کيني او يا د خپلې بسترې څنګ ته دريږي. ځينې، پرته له دې چې وپوهيږي څه کوي، آن له خپله ځايه راوزي او شاوخوا ګرځي، آن ځينې ليدل شوي چې له کـوټې راوزي او د باندې ګرځي؛ په داسې حال کې چې خپله ويده وي. پر دې ناروغۍ اخته کسان له ګرځېدو ډېر څه نه کوي، خو ليدل شوي، چې ځينو دې ناروغانو خطرناکو کارونو ته لاس اچولی، چې خپل او د نورو ژوند ته يې ګواښ پېښ کړی دی. څوک چې په خوب کې د ګرځېدو په رنځ اخته وي، په ويښه يې هغه کارونه او حرکتونه نه وي په ياد، چې په خوب کې يې تر سره کړي وي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button