پاموړ

په تايلنډ کې يوې نجلۍ له مړي سره واده وکړ

هره ورځ د نړۍ په مختلو برخو کې ودونه کېږي، خو په ټايلنډ کې د يوې انجلۍ او مړي تر منځ واده، بيا ډېر حيرانوونکی و. د دغه عجيبه واده ناوې نان تيبفارات نومېږي او مړ مېړه يې فيات نوم لري.

ياد ځوان او پېغلې پخوا پرېکړه کړې وه چې واده به کوي او لوی پروګرام به جوړوي. خو فيات واده ته پاتې نه شو، بلکې د زړه حمله پرې راغله او مړ شو.

ناوې ويلې چې د ملګري روغتيايي حالت يې بد نه و. وړې ستونزې يې لرلې، خو يو وارې د زړه حمله پرې راغله او ويې واژه. د فيات له مړينې وروسته، نان پرېکړه وکړه چې د واده پروګرام به نه خرابوي، بلکې په هماغه ورځ به له مړي سره واده کوي.

له واده وروسته د فيات جسد خښ شو. ناوې د خپل واده عکسونه خپاره کړل او ټوله نړۍ يې حيرانه کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button