سيمه او نړۍ

په بروکسل ښار کې د امنیت د نشت وېره

تېره ورځ د بلجیم لومړي وزير دا وېره ښکاره کړه چې ښايي د بروکسل ښار د پاریس ښار ته ورته ترهګریز بريدونو ښکار شي. له دې سره په ټول ښار کې د ویري حالت اعلان شو او اوس د ښار اوسېدونکي زړه نه ښه کوي چې له کورونو څخه بهر شي. د ښار امنیت پوځ نيولی دی. د ښار په هره برخه کې پوځي موټر ولاړ دي.

له معمول سره سم په اروپا او د نړۍ په نورو سيمو کې د کرېسمس د لمانځل کېدو وخت نږدې دی. د کال دغه موده کې د اروپا په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي. خو اوس له دې اعلان سره هر څه په ټپه ولاړ دي.

په ښار کې هر څه تړل شوي. مېټرو او نور د خرڅلاو ستر مارکیټونه، د راګبي لوبه چې د اټالیا او بلجیم تر منځ اعلان شوې وه، هم له منځه ولاړه. خلک یواځې د ټولنیزو شبکو له لارې د انځورونو په خپرولو سره د ښار حالت له نورو سره شریکوي.

د یادونې وړ ده چې بروکسل د ناټو او اروپایي اتحادیې کوربه دی.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button