پاموړ

په ايران کې د خطیبانو له ويناوو خلګ ولي تښتي

ايران نږدې څلورلسیزې وړاندي د پهلوي سلطنت د ورستي پاچا رضا شا پهلوي نه دايران مذهبي شیعه انقلابيانو ونيو او د پاچا او د هغه د نظام په وړاندي نه يواځي ملت، بلکې د دولتي د ستګاه مهمو غړو د انقلابي مشر روح الله معروف په ایات الله خمیني ملاتړ وکړ.

دا هغه وخت و ،چې د ايران کوڅې د خمیني له میني ډکو شعارونو پرسر اخیستي وې، د فرانسي له مهاجرته راستون شوي هندي الاصله شیع ملا او د ایرانيانو په وينا امام خمیني د ايران د واکمني د تخت ترڅنګ د ایراني ولس په زړونوهم کیناست.

خمیني ايران په سیمه کې په يوه فوځي او فکري ځواک بدل کړ. د مذهب ترڅنګ يې د وطن پرستي اوخپل فرهنګ ساتلو ته هم کار وکړ او ايران يې په نړۍ کې د اماميه شیعت یو ځواکمن مرکز وګرځاوه.

خو د وخت په تيريدو د ايراني ولس او مذهبي رهبرانو ترمنځ فاصلې زیاتې شوې، او له کله  نه چې په ايران کې د لويديځ د بندیزونو له امله اقتصادي بحران زیات شو او بيا د تیرو دوو دورو ټولټاکنو په پایله کې انقلابيانو په لوي لاس د ناخوښو کانديدانو د بريا مخه ونيوله، نو ورسره په ولس کې د مذهبي انقلابيانو پرضد چې د ايران اصلي واکمن دي، کرکه ځواکمنه شوه.

طبعي خبره ده يو عام ايراني چې په ایران کې د ټاکنو له بهیره هم ناهیلي وي، دولت کې ورته مناسب کار او وظیفه هم نه ورکول کيږي او په بازارکې اړين خوراکي توکي د پخوا په پرتله څو چنده قیمته اخلي، نو بيا د جمعې په ورځ د خطیب له دې خبرو هم نورخسته کیږي چې خلګ د لوږې په وړاندي صبرته تلقینوي او هرڅه د دښمن له لاسه ګڼي.

د ايران د مشهد ښار په يوه څنډه کې يوتن دوکاندار علي رضا وايي چومات تلل خوښوم ،خو دجمعې اوږدې اومکررې ویناوي مې نور ډير خسته کوي، ځکه خطیب ته پوره ماهانه لوړه تنخوا اولوکس موټر برابردي، نو هغه زما اړين حالت او تش لاس ځنکه درک کړي، هغه پخپله لاهم دلوږې په وړاندي صبرته اماده نه ښګاري، خو موږته تشي دیني کیسې کوي.

علي توکلي د هوايي سفر د ټکټونو د خرڅلاو په خونه کې د خپل لګولي سګريټ د نريوو دودونو ترشا ناست دی، خو د نظام له ویري په محتاط ‌ډول زړه تشول غواړي، هغه د ډیرو نورو خبرومنځ کې سپين روبي مرتضا ته مخ ور واړاوه :

ايا زموږ د ملت په دغه حال کې هم دايران د نفتو عايدات د لبنان په حزب الله اوعراقي ملیشو ویشل کيږي.

توکلي له نورو عامو ښاريانو يوڅه سیاستمدار ښکاريده، نو ځکه د خپلې محلي څو د پاخه عمر ملګري يې په واړه دوکان ډوله دفترکې پرې د شاګردانو په څير راټول وو، خو دوي ټول محتاط وو، د دوي دا ډول بحث يو ډول راز و، د دوي په وړاندي د یوه غیر ايراني شتون د اندیښني وړ نه و ، خو چې کله بل تن د فتر ته د راننوتلو اجازه وغوښته، دوي خپل بحث سمدستي بدل کړ.

 

 

Related Articles

Back to top button