خبرونه

په اوبو کې د ډوب شوو افغانانو جسدونه کابل ته ورسېدل

د یوې کورنۍ اووه تنه غړي چې د مدیترانې په اوبو کې ډوب شوي وو جسدونه یې کابل ته راورسېدل. یوه ښځه له خپلې ۱۳ کلنې لور او د کورنۍ له پنځه تنه نورو نارینه وو سره د اروپا په تکل خوځېدلي وو چې په اوبو کې ډوب شول او خپل ژوندونه یې له لاسه ورکړل. تر دې دمه د دې کورنۍ د پاتو غړو په اړه نور معلومات نشته دي.

موده وړاندې افغان چارواکو اعلان کړی وو چې تېر ۲۵۰ زره افغانانو په پرمختللو هېوادنو کې د دایمي اوسېدو غوښتنې کړي دي. د اروپایي چارواکو په وینا تېر یو ملیون انسانانو ډېر په غیرې قانوني ډول خپل ځانونه اروپا ته رسولي دي.

چې له دې شمېرې څخه ۴ زره تنه د ترکیې او یونان تر منځ اوبو کې ډوب شوي چې له دوی څخه  ۲۰٪ یې افغانان دي.

تېر کال افغانستان له سوریې وروسته اروپا ته ډېر مهاجرین درلودل.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button