خبرونهسلايډ

په انگلستان کې تر ټولو ډېر اېښودل شوی نوم «محمد» دی

د برتانیې د احصائوي مرکز د راپور له مخې د انگلستان په لندن او ویسټ مډلندز سیمه کې په ۲۰۱۵ کال د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کال ته ورته د «محمد» نوم په نوو پیدا شوو ماشومانو باندې ډېر اېښودل شوی دی. له محمد وروسته بیا اولیور، ویلیم، جیمز او هیرري اېښودل شوي دي او په انجلو کې بیا امیلا نوم ډېر اېښودل شوی نوم دی.

د محمد نوم په انگلیسي ژبه کې په درې ډوله لیکل کېږي او دې شمېرې کې بیا درې واړه سره گډ شوي دي. د راپور له مخې په ۲۰۱۵ کال کې ۷۳۶۱ ماشومانو باندې د محمد نوم اېښودل شوی دی.

اروپا ته د مسلمانانو له کډوالۍ سره سره د اسلامي فرهنگ او کلتور تر ډېره رواج موندلی دی. د محمد د نوم مینه‌وال په نورې نړۍ کې هم ډېر دي او مسلمانان کوښښ کوي چې په خپل اولادونو باندې د محمد نوم کېږدي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button