اسلامسلايډ

په اقصی جومات کې د اختر لمونځ (ويډيو)

پرون د اسلامي نړۍ په مختلفو برخو کې، آن هغه سيمو کې چې د غيرمسلمانو له لورې نيول شوي، اختر ولمانځل شو. اقصی جومات يو له هغه ځايونو څخه دی چې په دغه ډول مراسمو کې په کې لمونځ کول له ستونزې ډک وي. که څه هم د جومات شاوخوا اسراييلي پوځيانو محاصره کړی و، خو د لسګونه زره ځايي مسلمانانو او له امريکا او اروپا څخه د راغلو مسلمانانو له لورې په ياد جومات کې د اختر لمونځ ترسره شو.

د يادونې وړ ده، چې اسراييلي حکومت له غزې او غربي خوا څخه فلسطينيانو ته اقصی کې د لمانځه اجازه ورنه کړه. دغه راز ځينې سييمه ييز فعالان يې هم لمانځه ته نه دي پرې ايښي او بنديانو ته يې هم د لمانځه اجازه نه ده ورکړې.

د لمانځه ويډيو او راپور د رشيا ټوډي خبري چينل په ويډيو کې وګورئ:

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button