افغانستانګنګوسې

په افغانستان کې يوځل بيا د دوه سري حکومت ويره!

په افغانستان کې يوځل بيا د دوه سري حکومت ويره!

 

ارګ ته نږدې سرچیني وايي له ګڼو کانديدانو سره د امريکا د سفير جان بس له اړيکو وروسته، څونورو لويديځو ديپلوماتانوهم د عبدالله اوغني له ټیمونو سره اړیکي نیولې، ترڅو د ټاکنیزو درغليو په اړه ورسره وغږيږي، بل لورته د بايومیترک ماشینونو د الماني ماهرانو راتګ هم د انتخاباتو پرکمیسون فشارونه زیات کړي، ترڅو باطلې اومشکوکې رايې په لنډ وخت کې وڅیړي.
د انتخاباتو له پاي ته رسيدو لږ وروسته عبدالله عبدالله د خپلې بريا اعلان کړی و، خوتيره ورځ بيا ولسمشرغني هم رسنيوته وويل چې ښايي ۵کاله نور هم ولسمشرشم.
د دواړو رقیبو ټيمونو متضادو ادعاوو لويديځې د يپلوماتيکې کړۍ په خوڅښت راوستي چې له امله يې د ناندريو د بياپيليدوپرمهال يوځل بياد يوه داسي جوړجاړي شونتيا نه شي رديدلای، چې له امله به يې يوځل بيا دوه سری حکومت رامنځ ته شي او يابه هم دې ورته کومه بله طرحه عملي شي .

Related Articles

Back to top button