سلايډکتابونه

د کرزي حیرانوونکی اقدام (۱)

کای ایډه – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی
ژباړن: سمیع الله ایلم

د کتاب په اړه: «په افغانستان کې د واک پر سر شخړه» په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پخواني ځانګړي استازي، کای ایډه کتاب دی چې د خپل ماموریت پر مهال یې یادښتونه خوندي کړي. ښاغلی ایډه نارویژی ډیپلومات دی چې د ۲۰۰۸م کال له مارچ د ۲۰۱۰ تر مارچ پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړپوړی مامور و. د کای ایډه په باب ویل کېږي چې په ۲۰۱۰ کال کې د لومړي ځل لپاره وتوانېد د طالبانو له ځینو استازو سره په دوبۍ کې وګوري. طالبانو دغه لیده کاته تایید نه کړل.  

د کرزي حیرانوونکی اقدام

د ۲۰۰۸ ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه نیټه، زه د ناروې د بهرنیو چارو وزیر جونس ګهر سټور تر څنګه په ارګ کې کرزي ته مخامخ ناست وم. دا مهال زه په بهرنیو چارو وزارت کې سیاسي رئیس وم. د غرمنۍ پر مهال بحث پر سرینا باندې د تیرې شپې د ډراماټیک برید په اړه راڅرخیده.

مونږ ټول د هغه څه په اړه چې لیدلي مو وو، سخت هیښ شوي وو. کرسټن ټومسن، د ناروې نوموتی ژورنالیست په دې پیښه کې وژل شوی و او زمونږ د بهرنیو چارو وزارت یو بل نږدې همکار سخت ټپي شوی و. دې ته ورته ځینې د مرګ ژوبلي واقعې نورې هم وې. د کرزي لپاره هم دا هیښوونکې تجربه وه. دا یوازې ځانمرګی برید نه و چې موږ څو ځلې پخوا هم لیدلی او کتلی و. بلکې د مخالفینو لخوا چې د حقاني شبکه یې بولي، یو منظم او پیچلی برید و چې د پولیسو له یونیفورم څخه په ګټې اخیستنې یې د کابل په زړه کې تر سره کړی و.

ماسپښین مهال موږ ته خبر راکړل شوی و چې هوټل ته څیرمه سیمه د احتمالي برید لاندې ده. له ګواښه ډکه شیبه خو هغه وه چې موږ سهار مهال د یوې ناستې په موخه له هوټله ووتو. ته وا ځانمرګو واسکټونه وار له مخه تړلي وو او د ځان الوزولو تابیا یې نیولې وه. دا چې له دې وړاندې مو هم ورته خبرونه تر لاسه کړي وو، نو ځکه مو ورته وړ پاملرنه ونه کړه.

شیبه وړاندې زه نارویژي خبریال ښاغلي ټومسن سره د هوټل په انتظار خونه کې وم. هغه د طالبانو د وخت له بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل سره د لیدنې په موخه را سره مشوره کوله. هیلن سنډ انډرسن چې په کابل کې د ناروي په سفارت کې دنده ترسره کوي، زه خپل ځان ته ور وغوښتم او تاکیداً یې راته وویلې چې ورسره لاړشم، څو د بلې ورځې غونډې لپاره چې له ولسمشر سره مو درلودله، په ترتیباتو او اماده ګیو کار کړو.

دا چې په موږ وار د مخه نا وخته وه، نو ځکه په تلوار له دروازې ووتو او د خپلو موټرو خواته ولاړو. د هوټل له عمومي دروازي ووتو او د ارګ لور ته وخوځیدو. شیبه وروسته له هغې چې له هوټله ووتلو، د لومړنۍ چاودنې غږ مو تر غوږو شو او بیا وروسته بله وشوه. په همدې ترڅ کې د ناروې بهرنیو چارو وزیر او زما ملګری، د افغانستان د امنیت شورا سلاکار ډاکټر زلمي رسول، لیکلي پیغامونه راته راغلل چې پوښتلي يې وو: «ایا زه بچ یم؟». موږ غږونه اوریدل چې برید راوان و. د ارګ دروازې د نورو بریدونو د ویرې له کبله بندې وې. همدلته د ډاکټر رسول دفتر هم و. معجزه وه چې موږ له چاودنې ۲۰ ثانیې دمخه روغ ووتو. د نارویژي هیأت ځیني غړي یا په انتظار خونه کې ایسار شوي وو چې ناوړه پایله یې درلوده او یا هم په تلخونه (زیر زمینۍ) کې په داسې حال کې چې ژوند یې په خطر کې و، ځکه چې ترهګرو د بهرنیو ښکار غوښت.

دا بحث چې خلاص شو، نو بیا د اوسني سیاسي حالت په اړه له کرزي سره وغږیدو. د ناروې بهرنیو چارو وزیر له کرزي نه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د موندلو په اړه وپوښتل. جرمن ټام کوینګ، د ملګرو ملتونو پخوانی استازی له دوو کلونو ماموریت وروسته له دندې لاس په سر کیده او د ملګرو ملتونو عمومي منشي د یو بل وړ کس په لټه کې و چې د یوناما مشري ور وسپاري.

کرزي زما لور ته مخ را واړوه زیاته یې کړه: «زه دغه کس غواړم». د کرزي پر دې خبره ټول حیران شول. کرزي زما څخه د پډي اشډون په اړه چې د دغه مقام لپاره د کاندیدانو په سر کې و او په رسنیو کې یې هم ښه شهرت موندلی و، و پوښتل چې آیا زه یې پیژنم؟ زما نظر د هغه په اړه څه و؟ کرزي خپل شکونه په دې پوښتنو سره رابرسیره کړل. ما د ده پوښتنو ته په ادب سره ځواب ورکړ. په رښتیا ما اشډون ډیر ښه پیژانده. هغه وخت چې زه د ناټو لپاره د ناروې سفیر وم، اشډون په بوسنیا او هرزیګونیا کې د ملګرو ملتونو لوړ پوړی مامور و. د ۲۰۰۲ ز او ۲۰۰۶ ز کلونو پر مهال مې په بوسنیا او هرزګونیا کې د هغه له هلو ځلو یادونه او ستاینه وکړه.

د بهرنیو چارو وزیر سټور ما خوا ته وکتل او دا ځواب یې غوښت چې ولسمشر ته څه ووایې؟ هغه پوښتل چې ایا زه له دې خبر وم؟ ایا هغه مې باید ملاتړ وکړي؟ موږ هیڅکله په دې اړه خبرې نه وې کړې. موږ هیڅ ځواب نه درلود. ما د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د پوست پروسه تر یو څه بریده څارلې وه. ما د ۲۰۰۷ز په اکتوبر کې له واشنګټنه یوه لیدنه هم درلوده. ما سره په لیدنه کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر آرنیکولس برنس و. موږ هغه مهال دواړه په ناټو کې سفیران وو، ښه دوستان هم وو. برنس را څخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ګومارل کېدونکي استازي اشډون په اړه په شخصي ډول وپوښتل. د یوه شخص په حیث زما اشډون خوښېده او هیڅوک د هغه د لیاقت په اړه شک نه شي کولی، خو ما د هغه د تابعیت او د هغه کاري سبک په اړه چې د افغانستان په څیر هیواد کې به پایله ولري او کنه دومره ډاډه نه وم.

په سریجووا کې هغه «پاچا» ته ورته و، هغه صلاحیت درلود چې سیاستوال او ملکي مامورین ګوښه کړي. د هغه له اجازې پرته هیڅ مهم کار نه ترسره کیده. ده حتا قوانین پیشنهادول او سانسورول. هغه د خپل صلاحیت څخه پوره ګټه پورته کړه، داسې ګټه چې نه به له ده وړاندې چا پورته کړې وي او نه به یې هم ځایناستی وکړای شي. زه په ویره کې وم چې افغانان به د ده سپور او له ګستاخۍ ډک کاردود خوښ نه کړي. د ده له برکته آن چې بوسنیا او هرزیګونیا تر اوسه کشمکش درلود؛ سربانو، کرواتانو، بوسنیانو هر یو یې په بیلا بیلو اړخونو کې ستونزې درلودلې. د ډیټن تړون له لاسلیکیدو څخه دوولس کاله تیر شوي وو، خو بیا هم هرې ډلې د ځان لپاره هڅې کولې. هیواد له ګواښه ډک پر سیاسي موړ ولاړ و. ځینو خو دا اندیښنه هم دلوده چې هسې نه د ډیټن تړون له منځه ولاړ شي. حتا د اشډون سخت دریځ هم ونه شو کولای چې وړ او کاري پایله، چې ډير ورته سترګې په لار وو، تر لاسه کړي. اشډون انګریز و. افغانانو به ضرور په افغانستان کې د انګلستان د اوږد مهالي او پیچلي شتون له کبله غبرګون ښود.

انګلستان په نولسمه پیړۍ کې دوه ځله پر افغانستان یرغل کړی، هغه مهال انګریزان د روسیې د پراختیا له ډاره چې روسان د بریتانیې طلایي تاج ـ هندوستان ته لار پیدا نه کړي، لومړۍ افغان انګلیس جګړه په ۱۸۳۸ز کې پیل او درې کاله یې دوام وکړ. انګریزان له سراسري مقاومت سره مخ شول، سرتیري یې ووژل شول، یو کس یې ځان جلال اباد ته ورساوه.

په دوهم ځلې برېتانیې په افغانستان باندې په ۱۹مه پېړۍ کې د روسيې د پراختیا له ډاره چې هند د بریتانيې طلایې تاج ته لار پیدا نه کړي، لومړی افغان ـ انګلیس جګړه په ۱۸۳۹ کې پیل شوه. دری کاله وروسته، برېتانوي قواوې له سخت غبرګون سره مخامخ شوې او عسکر یې قتل عام شول، یوازې یو کس له دې قواوو ځان جلال اباد کې چې د افغانستان خیتځ کې پروت ولایت دی، پرتې چوڼۍ ته ځان ورساوه. په ۱۸۷۸ز کې انګلستان بیا هڅه وکړه، خو له سخت مقاومت سره مخ شول، درېیمه افغان ـ انګلیس جګړه د فغانستان په رسمیت پیژندلو سره په ۱۹۱۹ز کې پای ته ورسیده. دا هغه جګړې او پېښې دي چې افغانان یې اوس هم په ډير ویاړ سره یادوي. برنس راته په واشنګټن کې وویل: اشډون به هم نن راغواړو. پروسه پیل شوې وه. د آشډون نوماندۍ د ډیرو هیوادونو ملاتړ له ځان سره درلود. له کابله رارسیدلې اشارې هم د ده په خوا وې.

بحث په دې نه و چې څوک باید مشر شي، بلکې بحث پر دې و چې نوی استازی باید له څه ډول منډیټ (منشور) څخه استفاده وکړي. نړیوالې ټولنې پر همغږۍ ټینګار کاوه. ملګري ملتونه باید په دې اړه څرګند او اغیزناک رول تر سره کړي. ځینو لویدیځو هیوادونو د ملګرو ملتونو استازي ته د څو رولونو وړاندیز درلود. دوی غوښتل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي ته «درې خولۍ» ور په سر کړي. لنډه دا چې اروپایي ټولنې او هم د ناټو استازی وي.

دوی په دې ګومان وو چې په دې کار سره به د ملګرو ملتونو استازی ځانګړی حیثیت خپل کړي او په اسانۍ سره به وکولای شي چې د افغانستان او نړوالې ټولنې تر منځ همغږي رامنځ ته کړای شي.

وروسته ژر معلومه شوه چې د ملګرو ملتونو استازي ته د درې ګوني رول سپارلو لپاره کوم ځانګړی ملاتړ نشته، نو هماغه وو چې ژر یې دغه وړاندیز څنډې ته کړ چې زما له انده دا یو ښه کار و.

هغوی چې له دې وړاندیز یې ملاتړ کاوه، په دې فکر وو چې پر دې کار سره به د ملګرو ملتونو استازی فوق العاده صلاحیت ولري او د مراتبو سلسله په څرګند لوری خپل کړای شي. په ورته وخت کې به نوموړی د ستونزو د حل په موخه د نهایي حلونو مرکز وي.

زه سرچپه، د ورته نظریاتو مخالف وم. زه په دې باور وم چې په دې کار سره به یو ډول ګډوډي رامنځته شوې وای. د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال به پر دې نه پوهیده چې آیا د ملګرو ملتونو استازی د نړوالې ټولنې په استازیتوب غږیږي که د یوې نظامي ټلوالې په استازیتوب خبرې کوي او یا دکومې لویې وچې (براعظم) د دریځ استازیتوب کوي.

په ورته وخت کې به بله ستونزه دا وه چې د ملګرو ملتونو استازی به په دې نه پوهیده چې چا ته خپل کاري راپور وړاندې کړي او له چا اوامر واخلي، ځکه هغه د قومندانۍ توحید له منځه ته.

که د نړیوالو دغه خبره منل شوې وای نو بله ستونزه به بیا د نظامي او ملکي خدماتو تر منځ د توپیر له منځه تګ و چې دا کار یې بیخي خطرناک و، ځکه چې ملکیان یې په اسانۍ سره د توپ خولې ته ورکول او د ملګرو ملتونو هغه نقش چې د متوقع منځګړي په توګه به یې د باغیانو او افغان حکومت تر منخ تر سره کاوه، هم تر پوښتنې لاندې نیول کیده. ملګري ملتونه به نیغ په نیغه له نړوالې پوځي ټلوالې سره تړل کیدل چې دې ډول سره به باغیانو ته سخته وه څو د ملګرو ملتونو او پوځي یرغل تر منځ توپیر وکړای شي.

افغانان هم دیته چمتو نه وو چې اشډون دې د وایسرای په رول ک وویني. دوی د افغانستان ادارو ته د لا ډیر صلاحیت او حاکمیت غوښتنه کوله. «افغانیزه کول» هغه کلمه وه چې د سیاسي مصطلحاتو قاموس ته ننوتې وه. مانا یې: «افغانانو ته په ستراتیژۍ جوړولو او پلي کولو کې پوره رول ورکول.» خو هر څه چې وو، داسې اوازې وې چې کرزي د اشډون له ګومارنې سره هوکړه کړي ده.

تر یو څه مهال ما د کرزي د حیرانوونکی نوښت چې په کابل کې د غرمنۍ پر مهال رامنځته شو، په اړه ډیر فکر ونه کړ. لویه هیښتیا د جنورۍ په پای کې رامنځته شوه.

رسنیو اعلان وکړ چې ولسمشر کرزي د اشډون له ګومارنې سره مخالفت کړی. کرزي د رسنیو له مخې چې ویل یې کرزی ځکه له اشډون سره مخالفت وکړ چې د وایسرای په بڼه را راوان دی، سخت راوپارید. د افغان ولسمشر دغه پریکړه د ده په دریځ کې «۱۸۰ـ درجې» بدلون و، خو ویل کیدل چې تر یو څه وخته کرزی شکمن و. کیدای شي چې رسنیو داسې یو څه پلمې وړاندې کړې وي چې د ده غوښتنه به وه. کرزي داسې چلند وکړ چې بیا وروسته زه هم پوه شوم چې ولسمشر بې خونده پریکړې د امکان تر بریده ځنډوي. ځینې وخت بیا دومره ځنډ چې اټکل یې هم نه کیږي.

د ګمارنې پروسه باید له سره پیل شوې وای. د څلورو کاندیدانو نومونه د ژبو پر سر وو: د سلواک د بهرنیو چارو وزیر جان کیوبیس، دکاناډا پخوانی مرستیال لومړی وزیر جان منلی، د ترکیې د ولسي جرګې پخوانی رئیس حکمت سیټن(چیتن) او بل یې «زه».

د فبروري په نیمایي کې مې د ملګرو ملتونو له منشي بانکي مون سره مرکه (interview)  وکړه، سمدلاسه یې پر دنده وګومارلم. نوموړي د ملګرو ملتونو د ټولو دایمي غړو ملاتړ زما په برخه کې حاصل کړی و.

زما نوماندي له افغان حکومت سره د بحث موضوع وه، حکمت سټین ( چیتن) د افغان چارواکو تر منځ شهرت درلود، خو زیاترو غړو ورڅخه ملاتړ نه کاوه. دوی زما پر خوا ول. په افغان حکومت کې زما ملاتړی په غالب ګومان حنیف اتمر، له چا سره مې چې د پنځو کلونو راهیسې پیژندګلوي لرله، د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا او د ملي امنیت شورا سلاکار زلمی رسول وو.

موږ ډیر وخت له وړو خبرو لکه د ښوونځيو جوړولو څخه نیولې تر لویو هغو لکه له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه یو ځای بحثونه کړي وو.

زما لپاره دا اسانه پریکړه نه وه. د ۲۰۰۶ز تر اګست پورې زه په ناټو کې د ناروې سفیر وم. په بروکسل کې مې د ماموریت له پای ته رسیدو وروسته زه له لس کلن بیلتون او مسافرۍ وروسته خپل کور ته راستنیدم، له دویم واده مې ډير وخت نه تیریده. ما غوښتل چې عادي ژوند پیل کړم. د دوو کلونو لپاره بل ماموریت یو ځل بیا له کوره د لیري والي سبب کیده او د واده مزې یې له منځه وړلې. زه پر دې هم پوهېدم چې نړیوالې رسنۍ به وایي کای ایډه چې دویم انتخاب و، غوره شو ځکه چې کرزي د اشډون په څېر بلدوزر نه غوښته، ځینو ډيپلوماتانو په ټوکې کولې چې د سملاسي او اړینې همغږۍ د ننګونې لپاره «۸۰۰  پونډه ګوریلا» لګیده نه زه. زما رول د ملګرو ملتونو د یوه کلاسیک استازي په څیر و.

د ملګرو ملتونو په ودانۍ نیویارک کې ضد و نقیض وړاندیزونه راکړل شول. جین ماري ګویهینو، په ملګرو ملتونو کې د سولې ساتنې عملیاتو د څانګې ( DPKO)  مشر په جدي توګه له ما نه غوښتل څو دغه وړاندیز باید ومنم. هیډی انابي چې د جین مرستیال و، نوموړي د هایتی په زلزله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ ـ افغانستان ته د نه تګ خبرداری راکړ. دی باوري و چې په افغانستان کې به پرمختیایي کارونه په هغه ډول چې توقع یې کیدله، ترسره نشي. پرمختیایي کارونه به غلط لوری خپل کړي او شرم به یې د ملګرو ملتونو پر غاړه شي.

په افغانستان کې رول تر سره کول چې د وخت له یوې پیچلې او ځپونکې شخړي سره مخامخ و، پخپل ذات کې یوه بیساري مسلکي ننګونه وه. د دندې وړاندیز د بانکي مون او کرزي لخوا د باور څرګندونې په مانا و چې دوی په ما درلود. زما په یاد دي کله چې د ناروې د بهرنیو چارو پخواني وزیر تورولډ سټولټن برګ څخه په بالکن کې د منځګړي په توګه په ۱۹۹۳ز د رول تر سره کولو غوښتننه وشوه، نو هغه وویل: «که دغه رول رد کړم، نو د تل لپاره به په خپل ژوند کې پښېمانه وم.» ماته په خپل مسلکي ژوند کې د ډير مهم رول د ترسره کولو زمینه په لاس راغلې وه. هیله وه چې زه به بدلون راولم. زما لپاره دغه وړاندیز داسې یو وړاندیز و چې انکار ترې د کفر په مانا و.

دا لړۍ روانه ده….

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button