سلايډنظر او تحلیل

په افغانستان کې د امریکا متذبذبه تګلاره

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو پروګرام څو ځله بدل کړ او اوس يې يو ځل بيا د خپلې زړې تګلارې خلاف، په هلمند او کندز ولايتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تودې جګړې له کبله، خپل ځواکونه د جګړې ډګر ته استولي دي.

دا چې په ټوليز ډول په افغانستان کې د امریکا پوځي تګلاره څه ډول ده؟ ولې دا تګلاره له تذبذب سره مخ ده؟ او د جګړې ډګر ته د امریکايي ځواکونو بېرته ستنېدنه به پر افغان حکومت، د سولې بهير او د جګړې پر ډګر څه اغېزې ولري؟ دلته پرې شننه کوو.

په افغانستان کې د امريکا د جګړې پړاوونه

په ۲۰۰۰ کال کې په امریکا کې جمهوریت غوښتونکي واک ته ورسېدل او د دوی د پاليسۍ له مخې، په هر ځای کې چې د امريکا ګټې تر ګواښ لاندې وي او يا له کوم ځايه پر امريکا د بريد احتمال وي، دوی بايد هغه ګواښ مخکې له مخکې وځپي او له همدې کبله جورج ډبلیو بُش په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ کلونو کې د افغانستان او عراق خونړۍ جګړې پيل کړې.

په ټوليز ډول د افغانستان د جګړې په تړاو د امريکا ستراتېژي له دريو پړاوونو تېره شوه: په لومړي ګام کې يې ستراتېژي دا وه چې د طالبانو نظام ړنګ او پر ځای يې يو نوی حکومت رامنځته کړي. کله چې طالبانو بيا جګړه پيل کړه، نو امريکا په دويم پړاو کې د دې چارې علاج د سرتېرو په زياتولو سره وکړ. په درېیم پړاو کې، کله چې د امریکایانو تلفات زیات شول او په امریکا کې د افغانستان او عراق د جګړې پرضد غږونه راپورته شول، نو له کبله یې امریکا د ۲۰۱۱ کال په پای کې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو پروګرام پيل کړ.

امریکا د خپلو سرتېرو د ایستلو ترڅنګ په افغانستان کې د پوځي اډو ترلاسه کول غوښتل، چې دغه اډې بیا د ملي وحدت حکومت لخوا د امنیتي تړونونو له لاسلیک کولو سره ورکړل شوې.

 

د اوباما متزلزله تګلاره

په افغانستان کې په لومړي ځل د امریکا ستراتيژي د ناامنیو له زیاتېدو او د جګړې له تودېدو سره د جورج ډبلیو بُش لخوا په ۲۰۰۶ کال کې بدله شوه او افغانستان ته یې نور سرتېري راواستول. هغه مهال بارک اوباما سناتور و او د عراق د جګړې پرځای یې د افغانستان پر جګړې ډېر ټینګار کاوه؛ ځکه د ده په اند له دغې سیمې څخه په امریکا بریدونه شوي وو او له همدغې سیمې څخه بیا هم پر امریکا د بریدونو احتمال شته دی.

کله چې په ۲۰۰۸ کال کې اوباما د امریکا ولسمشر شو، نو له یوې خوا یې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د زیاتولو اعلان وکړ او له بلې خوا یې له ۲۰۱۱ کال وروسته د خپلو سرتېرو د ایستلو پروګرام هم اعلان کړ.

په ۲۰۱۴ کال کې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره سم، افغان حکومت له امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل او له مخې یې پرېکړه وشوه، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي او ۲۰۰۰ ناټو سرتېري پاتې کېږي او په ۲۰۱۶ کال کې به بیا دغه شمېره نیمايي ته راټيټېږي. دغه تګلاره بیا د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې هغه مهال وځنډول شوه، چې کله افغان ولسمشر او اجرائيه رییس امریکا ته په سفر ولاړل. اوباما د خپلو سرتېرو د ایستلو پروسه لږ تم کړه او تر ۲۰۱۵ کال پورې یې د ۹۸۰۰ سرتېرو شمېرې پر ساتلو موافقه وکړه.  وروسته کله چې د کندز ښار د طالبانو له خوا سقوط شو، نو اوباما خپله دغه تګلاره بیا بدله کړه او ویې ویل، چې د ۲۰۱۶ کال تر پايه به په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېري ساتي او د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ میاشت کې به بیا دغه شمېره ۵۵۰۰ ته راښکته کوي. مګر د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کې اوباما يوځل بیا اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۶ کال تر پايه به یوازې ۸۴۰۰ تنه سرتېري په افغانستان کې وساتي.

د اوباما د متزلزلې تګلارې عوامل

په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو وروسته بارک اوباما له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو پروګرام څو ځله وغځاوه. د اوباما د افغان تګلارې د بدلېدو ترشا لاندې عوامل رول لري:

  • د ديموکراتانو ملاتړ خپلول؛ له ۲۰۰۵ کال وروسته په عراق او افغانستان کې د امریکايي پوځیانو تلفات زیات شول او په امریکا کې د دغو دوو جګړو پرضد خلک په تدریج سره راپاڅېدل. په ۲۰۰۸ کال کې ډيموکراتانو د امريکا لپاره د دغو دوو جګړو د پای ته رسولو تر شعار لاندې ولسمشریزې ټاکنې هم وګټلې او د یوې څېړنې له مخې، ۷۳ سلنه ديموکراتانو له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ژر تر ژره ایستلو دريځ درلود[2].
  • پر کرزي د فشار آلې په توګه؛ په ۲۰۰۹ کال کې د امريکا او په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ریچارډ هالبروک له‌خوا د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنو هڅې او په افغانستان کې د امریکا د سفیر آیکن‌بیری پټ ایمیل چې کرزی یې «غیر ستراتيژيک ملګری» بللی و او وروسته بیا د ویکي لیکس لخوا افشا شو، د کابل-واشنګټن پر اړیکو ژوره اغېزه وکړه. د اړيکو له خرابېدو او وروسته او بيا د امنيتي تړون د نه لاسليک کېدو له کبله امريکا د خپلو دغو اعلانونو پر مټ د فشار آلې په ډول کار واخیست.
  • د عراق له تجربې او د تاريخ له ملامتيا وېره؛ که څه هم په امریکا کې اوباما د عراق د جګړې د ختموونکي او د افغانستان په جګړه کې د امریکایي سرتېرو د تلفاتو د کمونکي په توګه یادېږي؛ خو داسې نيوکې هم پرې شته دي، چې په ۲۰۱۱ کال کې يې یو داسې عراق تر شا پرېښود، چې کورنۍ جګړه پکې پيل او داعش ډلې يې ډېرې سيمې ونيولې. له همدې کبله اوس اوباما ښايي اندېښنه ولري، چې یو داسې افغانستان تر شا پرې نږدي، چې یا وسله‌والې ډلې پکې واک ته ورسېږي او او یا هم کورنۍ جګړه پکې ونښلي.
  • په سیمه کې ګټې؛ افغانستان د روسیې او منځنۍ آسیا، ایران، پاکستان او چین ترمنځ پروت دی او جغرافیايي موقعیت يې د ډېر ارزښت وړ دی. له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه سیمه کې یو شمېر بدلونونه هم راروان دي، چې له یوې خوا پکې د روسیې او امریکا ترمنځ د سړې جګړې بحث بیا سر راپورته کړی او په عملي ډول د اوکراین، جورجیا او سوریې په قضیو کې له یو بل سره مخ دي او له بلې خوا چین هم په سیمه کې خپلې دوه مهمې پروژې د ورېښمو نوې لاره او د چین-پاکستان اقتصادي حوزې په لاره اچولې دي. د دې ترڅنګ چین هغه هېواد دی، چې امریکا یې تر ټولو زیاته پوروړې ده او اوسمهال د چین د جنوبي سمندرګي په قضیه کې هم د چین پرضد بلاک کې ولاړه ده.
  • د څو سیمو ترمنځ وېشلې پاملرنه او د لومړیتوب تذبذب؛ اوسمهال د امریکا پاملرنه د افغانستان، عراق او سوریې ترمنځ وېشل شوې ده؛ ځکه د عراق، سوریې او ایران له کبله منځنی ختیځ روسیې ته هم نه شي پرېښودلای (دغه راز په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته انقره هم د روسیې په لور روانه ده) او له بلې خوا له افغانستانه هم په یوه داسې مهال توجه نه شي اړولای چې په دغه سیمه کې ژور بدلونونه راروان دي.

 

د جګړې ډګر ته د امریکایانو ستنېدنه او پر سوله او جګړه يې اغېزې

د شته معلوماتو له مخې، تېر کال امریکايي ځواکونه د کندز د بېرته نیولو پرمهال د جګړې ډګر ته ننوتل؛ خو وروسته یې د ۲۰۱۶ کال تر لومړۍ میاشتې پورې بیا د جګړې په ډګر کې ډېر رول نه درلود. البته په فبروري او اپریل مياشتو کې په غربي ورځپاڼو کې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې امریکايي سرتېري له ۲۰۱۴ کال وروسته يو ځل بيا هلمند ته ستانه شوي دي[3].

د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۳مه د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر افغانستان ته راغی او له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې له افغان طالبانو سره د جګړې په موخه امریکايي ځواکونو ته نوي اختیارات ورکړل شوي. له دې وړاندې امریکايي ځواکونو یوازې هغه مهال د طالبانو پرضد عملیات کولای شول، چې غوښتنه به ترې وشوه؛ خو د دغو اختیاراتو له مخې به له ګواښونو مخکې او یا هم د ګواښ د تشخیص په صورت کې عملیات او هوايي بریدونه کوي[4].

تېره اوونۍ امریکا هلمند ته ۱۰۰ تنه سرتېري واستول، ترڅو له افغان ځواکونو سره د «روزنې» په برخه کې مرسته وکړي؛ خو یو سرتېری يې د سړک غاړې ماين چاودنه کې ووژل شو او یو یې هم ټپي شو.

که څه هم د جګړې ډګر ته د امریکايي او ناټو ځواکونو بېرته ستنیدنه به د افغان حکومت روحیه لوړه او د حکومت په اند د امنیتي ځواکونو مورال “لوړ” کړي؛ خو د جګړې او سولې په ډګر کې به ډېرې بدې اغېزې ولري. ځکه وسله‌والو طالبانو هلمند ته د امریکايي سرتېرو د بېرته ستنیدلو په اړه اعلامیه خپره کړې او دا به د دوی په لیکو کې جنګياليو ته د جګړې د دوام پلمه او روحيه په لاس ورکړي.

[1]  د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

[2]  د “پيو” دغه څېړنه په لاندې لينک کې ولولئ:
http://www.pewresearch.org/daily-number/majority-support-quick-troop-withdrawal-from-afghanistan/

[3]  د فبروري د راپور لپاره وګورئ، نیویارک ټایمز ورځپاڼه: http://www.nytimes.com/2016/02/10/world/asia/us-troops-helmand-province-afghanistan.html?_r=0 او د اپریل د راپور لپاره وګورئ، واشنګټن پوسټ ورځپاڼه: https://www.washingtonpost.com/world/asia_pacific/us-troops-are-back-in-restive-afghan-province-a-year-after-withdrawal/2016/04/07/d3c6086a-fc19-11e5-813a-90ab563f0dde_story.html

[4]  د نورو معلوماتو لپاره وګورئ: http://1tvnews.af/en/news/afghanistan/23512-new-powers-let-us-forces-take-fight-to-taliban–carter

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button