افغانستانخبرونهسيمه او نړۍ

په استرالياکې يوه افغان زلمي ځان وژنه کړې

سید میرویس روحانی ۳۲ کلن افغان زلمي و او ۳کاله وړاندي د مانوس په کرغیړنه جزیره کې د رواني رنځ له ورپيښيدو وروسته استرالياته د درملنې لپاره نقل کړای شوی و.
روحاني استراليا ته له راوړل کيدو وړاندې په مانوس جزیره کې د نورو ناقانونه پناغوښتونکوسره يوځای بندي و.
د نړیوالو خبري سرچينو له قوله دا ددي جزیرې ۸م بندي دی چې ځان وژنه کوي.
د سيدمیرويس روحاني پلار اومور لندن کې اوسي، پلاريې په ۲۰۱۶کې دغې کرغیړنې جزيرې ته پخپل زوي پسي لاړ، ترڅو يې ځان سره لندن ته بوزي، خو د استراليا حکومت ورته ونه سپاره.
سیدمیرویس روحاني د چين له هيواده د طیب په رشته کې زدکړې کړې وې.
نوموړې تيره هفته د سې شنبې په ورځ د روانې ميلادي مياشتې اکتوبرپه ۱۳مه دبریزبن ښار د يوه هوټل له ۲۲مه منزله ځان راګدارکړ، چې ځای پرځای مړشو

Related Articles

Back to top button