سلايډسيمه او نړۍ

په اذربایجان کې د کودتا هڅه

په اذربایجان کې د ترکي دعوتګر فتح الله ګولن پلویانو غوښتل، چې د اذربایجان حکومت را نسکور کړي.
انټر فیکس: د اذزبایجان لوی څارنوال وايي، چې د ترکې مشهور خطیب فتح الله ګولن پلویانو غوښتل، چې د یوې کودتا له لارې د اذربایجان حکومت راوپرزوي، د دغې ډلې موخې ته له رسېدو وړاندې، د دوي په وړاندې دعوې شروع شوي دي.
خبریالان د ځینو امنیتي سرچینو له خولې وایي، چې که چېرې د ګولن پلویان په ترکیه کې خپلو موخو ته رسېدلي وای او د اردوګان حکومت یې پرزولی وای، نو دهغه پلویانو به په اذربایجان کې هم د خپل حکومت په را پرځولو کې رغنده رول لوبولی وه. ویل کېږي چې د ګولن پلویانو په اذربایجان کې د یو اسلامي حکومت غوښتونکي وو.
په اذربایجان کې د (د خلکو د جبهې ) مخالف ګوندمشر علي کریملي د ګولن استازای دی. د ترکې لومړي وزیر او دبهرنیو چارو وزیرانو د دغه خبرې پخلی کړی.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button