افغانستانخبرونه

پنځه ويشت زره افغان کارگر سعودي ته لېږل کېږي

د کار، ټولنیزو چارو، شهداوو او معلولینو وزیرې، نسرین اوریاخیل نن د افغانستان-کوریا د ټریننګ ۳۹۵ کارکوونکو د فراغت په غونډه کې اعلان کړه چې ډېر ژر به ۲۵۰۰۰ افغانان د کار لپاره سعودي عربستان ته ولېږي.

د وزارت چارواکو زیاته کړه: «دغه هوکړه د ولسمشر غني او د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز تر منځ په یوه ټیلیفوني تماس کې وشوه». اوریاخیل دغه راز زیاته کړه: «د دې اوونۍ تر پایه به د وزارت یو لوړ پوړی پلاوی سعودي عربستان ته د هوکړه لیک د لاسلیک لپاره سفر وکړي».

د دغو کارکوونکو د سفر لګښت به مسافرتي شرکتونه پرې کوي، خو کله چې دوی خپل کار پیل کړي، بيا به دغه لګښت د دوی له میاشتنۍ حق الزحمې څخه اخیستل کېږي چې د يادو شرکتونو پورونه پرې کړي.

د افغانستان-کوریا د ټرېننګ انستیتیوت په ۲۰۰۵ کال کې تاسیس شو چې هر کال ۴۰۰ کارکوونکو ته د حرفه یي زده کړو مهارت ورښيي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button