افغانستانسلايډ

پنټاگون افغانستان کې د وژل شوي امريکايي سرتيري هويت په ډاگه کړ

د امريکا دفاع وزارت «پنټاگون» وړمه ورځ افغانستان کې د امريکايي ځانگړو ځواکونو د وژل شوي افسر هويت په ډاگه کړ.
ارمي ټايمز ورځپاڼې د پنټاگون چارواکو له قوله ليکلي، چې دېرش کلن سارجنټ ميتيو ميکلنټوک د طالبانو په بريد کې وژل شوی و.
د پنټاگون چارواکي وايي، چې د وژل شوي سارجنټ د وژنې قضيه څېړي.
سارجنټ ميکلنټوک د نيومېکسيکو و، څه موده وړاندې د لومړي بريدمن منصب ته ورسېد او د تېر ۲۰۱۵م جولايي کې افغانستان ته په پوځي ماموريت لېږل شوی و.
ميکلنټوک ۲۰۰۶م کې د امريکا پوځ کې شامل شو، ۲۰۰۹م د امريکا ځانگړو ځواکونو غړی شو او له دې وړاندې يې هم د ۲۰۱۲اګست څخه د ۲۰۱۳ مې پورې افغانستان کې نظامي دنده ترسره کړې ده.
د پنټاگون لوړپوړي جنرال بيرټ دوارټي د سارجنټ کلنټوک په وژنه خواشيني څرگنده کړې، هغه يې يو غښتلی افسر بللی او زياته کړې يې ده، چې نوموړی د خپلې «مينې» او خپل ولس لپاره قرباني شو.
افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند ډگروال مايک لوورن وايي، چې د پېښې ټول قربانيان د پېښې له ځايه راوېستل شوي دي.
ايسوشيټيډ پريس د ډګروال لوورن له قوله وايي، چې د طالبانو بريدونو کې وژل شوي او ټپي سرتيري تر ډېره د جگړې ډگر کې پاتې وو او د مخالفينو د پرله پسې بريدونو له امله دوی خپل پوځيان نه شو راويستی.
وړمه ورځ د هلمند مارجه ولسوالۍ کې طالبانو د امريکايي ځانگړو ځواکونو يوه چينوک چورلکه په ډزو رانسکوره کړه. د پنټاگون وياند پيټريک کوک منلې وه، چې د دغې چورلکې په نسکورېدو کې يو سرتيری وژل شوی او دوه نور نور ټپيان دي، مګر د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د امريکايي چورلکې په نسکورېدو کې شپاړس امريکايي سرتيري وژل شوي دي.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button