سلايډسيمه او نړۍ

پنتاګون: سږکال د امريکايي وسلې د خرڅلاو کچه ۳۶ سلنه لوړه شوې ده

د امريکا د وسلو بازار د وسله والو جګړو د ډېرېدو له امله اخستونکو ته له ناوخته رسيدګۍ شکايت کوي، خو وسله جوړوونکې کارخانې پر حکومت پړه اچوي چې د نظامي تړونونو په ترسره کولو کې ځنډ کوي.

د پنتاګون د راپور پر اساس په ۲۰۱۵ز کال کې د نورو هېوادو له لوري د امريکايي وسلې په رانيولو کې ۳۶ سلنه زياتوالی راغلی، چې د ۴۶،۶ مليارد ډالرو وسله ده.

د امريکا د وسلې خرڅولو په دغو تړونونو کې د سعودي وروستۍ پېرنه هم شامله ده، چې له امريکا يې د ۷ مليارد ډالرو په اندازه توغندي راونيول او په راتلونکې کې يې د ورته نورو تړونو هوکړه هم کړې ده.

سره له دې چې تېر کال يوازې قطر له امريکا څخه د ۱۱ مليارد ډالرو وسله رانيولې وه، خو د پنتاګون راپور ښيي، چې د امریکا د وسلې خرڅولو په چاره کې سږ کال ۳۶ سلنه ډېروالی راغلی دی.

پنتاګون سږکال مصر ته هم د جنګي ټانکونو، توغنديو او الوتکو د ورکولو اعلان کړی دی، خو قيمت يې تر اوسه نه دی مالوم شوی، پر دې سربېره امريکا هر کال مصر سره له يو ميليارد ډالرو د ډېرو پيسو نظامي او مادي مرسته کوي.

کويت هم په يوه وروستۍ هوکړه کې له امريکا څخه ۲۸ اېف۱۸ الوتکې راونيولې، چې درې مليارد ډالر قيمت يې درلود.

امريکا له دې هاخوا له متحده عربي اماراتو، بحرين، عراق او پاکستان ته هم د وسلې د پلور خبره ياده کړې ده.

نړيوال سياسي شنونکي په دې اند دي، چې د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې په نږدې هره جګړه کې د امريکا مستقيم يا غير مستقيم لاس وي، چې له دې لارې پر نورو ډېرو اهدافو برسېره خپلې وسلې ته نړيوال بازار پيدا کوي او هر کال د لسګونو مليارد ډالرو وسله پلوري.

امريکا همدا اوس په ګڼو اسلامي هېوادو کې د جګړې يو لوری بلل کېږي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button