نظر او تحلیل

پر کړکيچنه لار ثبات؛ د برياليتوب راز دی ! /عبيدالله ســاحل

ډیری په دې اند دي، چې د ژوند په چارو کې به ورته ټولې لارې په ګلونو غوړيدلي وي، که کوچنی خنډ يې د هدف په وړاندې راولاړ شي، خپله حوصله د لاسه ورکوي او ستومانه کيږي، ځينې بيا داسې دي، چې پر يوه لاره د تګ نه وړاندې فکر نه کوي، بې سوچه او بې پروا منډه اخلي، که ورته کوچنۍ ستونزه او ستومانتيا پيدا شي د تل لپاره شاته کيږي او خپل همت دلاسه ورکوي، دا د برياليتوب راز نه دی، بريا د بې شميره ستونزو او کړکيچونو پايله کې ترلاسه کيږي؛ ليدلي به مو چې د نړۍ وتلي او مخکښې څيرې، چې پيژند پاڼې يې  په نړيوالو القابو ډکې وي، خو که د ژوند مخينه يې تر نظره تېره کړئ بلا ستونزو او کړاوونو به دې ځای ته رارسولي وي.

پوهان وايې، چې کله غره ته پورته کيږئ نو د دمې لپاره ځای د غره لوړه څوکه انتخابوئ، ځکه که هدف لوړ شي نو همت ورسره هم لوړيږي او که د دمې لپاره ځای د غره په لمنه کې کومه نږدې مسافه وټاکئ نو په دې وخت کې به همت هم د تم ځای د لنډوالي په تناسب ټيټ او کمزوری شي.

ثبات د صبر زيږنده ده، صابر انسانان باثباته وي، پر کړکيچونو او ستونزو صبر په انسان کې د ثبات قوه پياوړې کوي. ځکه خو قران خپلو پيروانو ته د صبر کولو سپارښتنه کوي او زياتوي، چې الله تعالی د صابرانو ملګری دی.

د انسان ژوند د ټکر او کږليچونو سره تړلی، چې د دغه ټکر او کږليچونو په لومه کې ثبات د انسان د زيږوالي او شډلتابه ښکارندوی وي.

د تاريخ کرښې به مو ضرور لوستي وي، په درسته نړۍ کې تر ټولو زرين او منلی تاريخ هغه قوم او يا هغه شخص لاس ته راوړی، چې پر ستونزمنو لارو يې تګ کړی او په همدې لار کې ثابت پاتې شوی وي.

زه په دې اند يم، که په ژوند کې د کاميابۍ دويم چانس وي نو هغه به هدف ته د رسيدو په لار کې ثبات وي، ثبات د برياليتوب راز او د سرلوړی رمز دی؛ هر انسان د ژوند په ډګر کې ديو نه غوښتونکي او خوښوونکي حالت سره لاس او ګريوان دی، چې د دغه حالت نه د وتلو او بريمن پاتې کيدو راز ثبات او د ناکامۍ راز بې ثباتي ده.

نو هدف ته د رسيدو په لار کې د ستونزو له طوفانه مه شاته کيږئ، هدف مه پريږدئ، هدف ته د رسيدو په تکل خپل ټول ځواک په لاره واچوئ او باثباته مخکې ولاړ شئ.

 

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button