افغانستان

پر سولې شورا مالي مرستې درول شوې دي

د افغانستان د سولې پر عالي شورا د بهرنيو موسسو او ادارو له لوري مالي مرستې درول شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې دغه شورا اوسمهال مشر او د دارالانشا رييس نه لري.


د سولې شورا ويلي دي، حکومت په پام کې لري، اسلام اباد کې د سولې په اړه له دريمې ناستې وړاندې دې شورا ته مشر وټاکي. د سولې په اړه دريمه څلور اړخيزه غونډه د سلواغې په اوولسمه اسلام اباد کې جوړېږي.

پخوا داسې راپورونه خپاره شوي، چې د سولې په اړه د څلور اړخيزو ناستو له پيل سره سم د سولې عالي شورا څنډې ته شوې ده او په دې اړه په جريان کې نه ده. اجراييه رياست هم له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د سولې شورا گډون نه مني او وايي، له طالبانو سره مخامخ خبرې بايد يوازې د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي.

خو د دې شورا يوه غړي قاضي امين وقاد رسنيو ته ويلي، افغان ولسمشر دوه اوونۍ وړاندې د شورا له غړو سره په يوه غونډه کې د اسلام اباد له غونډې وړاندې شورا ته د مشر ټاکلو ژمنه کړې ده.

ښاغلي وقاد وويل: «اوسمهال د سولې عالي شورا د تعليق په حال کې ده او ورسره د مرستندويه ادارو مرستې ځنډېدلې دي». د وقاد په وينا تر څو چې د شورا او دار الانشا رييسان نه وي معلوم، تر هغه به دغه مرستې نه وي.

انگلستان، د ملگرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر يا «يوناما» او د امريکا د پراختيايي چارو اداره «يو اېس اې ای ډي» د سولې شورا د مالي مرستو سرچينې دي.

د ولسمشر غني د وياند مرستيال سيد ظفر هاشمي په دې اړه ويلي، حکومت په پام کې لري، لومړی په دې شورا کې اصلاحات راولي او وروسته ورته مشر وټاکي. خو هاشمی دا ونه ويل، چې حکومت به دا کار کله ترسره کړي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button