روغتياسلايډ

پر دوه ژبو پوهه مو ژر له دماغي سکتې رغوي

په يوه تازه برتانوۍ تجربه کې مالومه شوي، چې هغه کسان چې په دوه ژبو غږېږي، په غالب ګمان له هغو ژر له دماغي سکتې رغېږي، کوم چې په يوه ژبه غږېږي.

سره له دې چې پر دوهمه ژبه پوهېدل له بدني روغتيا سره کومه اړيکه نه لري، خو داسې ښکاري، چې دماغ له هغه زيانه ساتي، کوم چې عقلي دندې له منځه وړي.

د اډنبره پوهنتون څېړونکو په ګوته کړې ده، چې ۴۰ سلنه هغه کسان چې په دوه ژبو غږېږي، له دماغي سکتو وروسته بېرته خپلو دندو ته ورګرځېدلي، خو هغه چې يوازې په يوه ژبه غږېږي، يوازې ۲۰ سلنه کار ته په ورګرځېدو توانېدلي دي.

په پوهنتون کې د فلسفې، روانشناسۍ او د ژبو پوهنځي د دغې تجربې يوه ګډونوال ډاکټر «توماس باک» ويلي: «پر دوه ژبو پوهه خلک داسې کوي، چې له يوې ژبې بلې ته اوړي، دغه اوښتل دماغو ته داسې پرله‌پسې عملي تمرين ورکوي، چې په دماغي سکته اخته ناروغان ژر له دې ناروغۍ رغوي».

تجربه د هند په حيدرآباد ښار کې په دماغي سکته اخته پر ۶۰۸ ناروغانو ترسره شوې ده، چې په کې د دوی د دماغو له لوري د مالوماتو د تنظيم، بېرته راګرځولو او خبردارۍ د مهارتونو اندازه اخستل شوې ده. څېړنه په حيدر آباد کې ځکه ترسره شوې، چې په دې ښار کې د بېلابېلو کلتورونو خلک اوسي او عادتا په ګڼو ژبو غږېږي.

څېړونکي وايي، څېړنې وښوده چې له يوې ژبې په ډېرو پوهېدل د درک خزانه پياوړې کوي، چې پر مټ يې د ضررناکو اغېزو –لکه دماغي سکته او عقل له منځه تلل– په وړاندې د دماغو د مقابلې ځواک ښه کېږي.

بل لور ته په روانه اونۍ کې په استرليا کې شوې يوې جلا څېړنې ښودلې ده، چې د ډېر عمر هغه کسان چې د پوهنتونو دورو ته ورغلي، د ادراک ځواک يې ډېرېږي، او د الزهايمر او د عقل د له منځه تلو د نورو ډولو ګواښ ورته کم وي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button