پاموړ

پر خپل ځان پانګونه وکړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي/

د څو دقیقو لپاره مو د خپلې خوښې کار په اړه خبرې وکړئ؛ دا کېدی شي ستاسو د کار په اړه د کتاب لوستل او یا هم د یوې ښکلې منظرې کتل وي. په دې ساده کار سره کولای شئ د نړۍ خلک او یا هم د خپلې شاوخوا کسان په ښه ډول سره احساس کړئ. ډاډه اوسئ چې دا ورځ به مو د نورو په پرتله ډېره په زړه پورې، له خونده ډکه او متفاوته تېره شي.

کله چې له نیوکې سره مخ شوئ، د حقیقت په لټه کې شئ

د بېلګې په ډول، که په دفتر کې یو څوک درته وایي، دغه کار دې سم نه دی ترسره کړی، ډېر ژر له ځانه وپوښتئ چې د دغه کس خبره رښتیا ده او که یې د کوم حسادت له مخې کړې ده؟ ډېر کله داسې واړه ټکي وي چې تاسو خپله یې پر لیدو نه شئ توانېدای.

له وړو خوښیو هم خوند واخلئ

سهار وختي، کله چې له خوبه پاڅېږئ، د څو دقیقو لپاره په خپل ځای کې کېنئ او له ځان سره ووایئ «نن زما د خوښیو ورځ ده او هېڅوک نه شي کولای له ما دا خوښئ واخلي» په خدای باور ولرئ او په ذهن کې درسره همدا جمله تکراروئ، له شک پرته به خپلې موخې ته ورسېږئ.

نن شپه بې له کوم خپګان او وېرې ویده شئ

مخکې له دې چې ویده شئ، داسې یو کار ترسره کړئ چې د ورځنیو کارونو په اړه مو فکر بدل کړي، جسم ته مو اجازه ورکړئ چې ارام وکړي؛ دا کارونه کېدای شي د یوه په زړه پورې کتاب لوستل وي، کېدای شي حمام کول وي او یا هم له یوه مخلص او امین کس سره خبرې کول. تل پر خپل ځان مهربانه و اوسئ او د فکري ارامۍ په اړه مو فکر وکړئ.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button