افغانستانسلايډ

پر ايران لگېدلي بنديزونه لرې شول

د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې پر ايران لگېدلي اقتصادي او مالي بنديزونه لرې کړي دي. د ايران او امريکا د بهرنيو چارو وزيران جواد ظريف او جون کيري د دغو بنديزونو د پای ته رسولو لپاره ويانا ته تللي وو.

ايراني ولسمشر حسن روحاني دغه کار يوه ستره بريا بللې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسوولې فدريکا موگريني په پلازمېنه ويانا کې د ايران د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف سره په يوه گډ خبري کانفرانس کې وويل، متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې پر ايران لگېدلي بنديزونه لرې کړل.

موگريني زياته کړه، ايران په تېره جولای کې په کړيو ژمنو او گډه کړنلاره عمل کړی دی، هغې دغه هوکړه تاريخي او له انصافه ډکه بللې ده او زياته کړې يې ده، چې په سیمه او نړۍ کې به په امنيت او ثبات راوستو کې ونډه ولري.

د اتومي ځواک نړيوالې ادارې پرون ويلي و، ايران د اتوم په اړه د شوې هوکړې غوښتنې پوره کړې دي. دغې ادارې ويلي دي، په راتلونکې کې به هم ايران وڅاري، چې ايا د اتومې وسلو نه خپرولو ته ژمن دی، که نه؟

امريکا او اروپايي اتحادې دا هم منلې ده، چې ايران به د شاوخوا سل مليارد ډالرو په ارزښت کنگل شوې شتمني بېرته ترلاسه کولای شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button