خبرونهسلايډ

پر افغان امریکايي پوهنتون برید کې یو تن وژل شوی او گڼ نور ټپیان دي

پر افغان امریکايي پوهنتون برید کې یو محصل وژل شوی او د دوه تنه پروفیسورانو په گډون گڼ نور ټپیان شوي دي. نن د چهارشنبې په ورځ ماښام ناوخته یو موټر چې له چاودېدونو توکو ډک وو د افغان امریکايي پوهنتون دروازه یې الوزولې او ورپسې وسله‌وال پوهنتون ته دننه شوي دي.

گڼ محصلین د پوهنتون له بېړنۍ دروازې څخه بهر تللي ول او څه نور په ټولگیو کې بند پاتې ول. د عامه روغتیا ویاند وحید مجروح امریکا غږ راډيو سره په مرکې کې ویلي چې تر دې دمه ۲۵ تنه ټپي محصلین درې مختلفو روغتونونو ته رسېدلي دي.

کابل کې د امریکا سفارت رسنیو ته ویلي چې د امریکايي پوځيانو په مشورې او د افغان ځواکونو په مرستې سره جگړه پای ته رسېدلې ده.

تر دې دمه د پېښې پړه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

 

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button