خبرونهسلايډ

پر افغان امریکايي پوهنتون برید کې دیارلس تنه وژل شوي

له لس ساعته جگړې وروسته امنیتي ځواکونه په دې وتوانېدل چې مخالفین له منځه یوسي او جگړې ته پای ورکړي. راپورونه وايي چې پر افغان امريکايي پوهنتون د برید له امله دیارلس تنه وژل او د نهو پولیسو پر شمول پنځه دیریش تنه نور ټپیان شوي دي. په دیارلس تنو وژل شوو کې اووه تنه محصلین هم شامل دي.

د کابل د پولیسو مشر عبدالرحمن رحماني رسنیو ته ویلي چې په وژل شوو کسانو کې درې تنه پولیس او درې نور د پوهنتون امنیتي مسوولین شامل دي. رحماني زیاته کړه چې پولیس په دې وتوانېدل چې شاوخوا ۷۵۰ محصلین او د پوهنتون نور کارکوونکي د برید له سیمې څخه وژغوري.

تر دې دمه د برید پړه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. د یادولو وړ دی چې تېره اوونۍ د دې پوهنتون دوه تنه بهرني استادان چې یو یې استرالیايي او بل یې امریکايي وو د ناڅرگندو وسله‌والو له لوري اختطاف شول.

امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۵ کال فعالیت پیل کړی چې اوسمهال ۱۷۵۰ تنه محصلین په گڼو پوهنځیو او تخصوصي څانگو کې زده‌کړه کوي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button