افغانستان

پروان کې یوه بې پېلوټه الوتکه غورځېدلې

د پروان په کوه صافي ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پېلوټه الوتکه غورځېدلې ده.

د کوه صافي ولسوال سیف الله بیدار ویلي چې دغه پېښه بېګا شپه ۱۰ بجې د دغې ولسوالۍ په احمدزۍ سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړه چې چې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پېلوټه وړه الوتکه چې په سیمه کې په کشفي فعالیت بوخته وه، ناڅاپي وغورځېدله.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې بې پیلوټه الوتکه د دوی ملګرو لخوا په نښه شوې ا راغورځول شوې ده.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button