خبرونه

پروان کې د ناټو پر کاروان ځان‌وژونکی برید شوی

د پروان ولایت چارواکو منلې چې نن سهار وختي د پروان ولایت د باگرام په سیمه کې یو تن ځان‌وژونکي چې موټر یې له چاودېدونکو توکو ډک وو د ناټو ځواکونو پر کاروان برید کړی. چارواکي وايي چې د برید له امله د ناټو ځواکونو یو موټر ویجاړ شوی خو ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د چارواکو په وینا د ناټو د ځواکونو په دې کاروان کې افغان پولیس هم شامل ول چې د برید له کبله درې افغان پولیسان په کې ټپیان شوي. د پروان ولایت په لرې پروتو برخو کې طالبان فعالیت کوي.

تر دې دمه د پېښې پړه طالبانو او نه کومې بلې ډلې په غاړه نه دی اخیستې.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button