افغانستانراپورونه

پخوانی طالب چارواکی “رحمت الله اندړ” د ملي امنیت د شورا ویاند وټاکل شو

له ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر اشرف غني مولوی رحمت الله اندړ د ملي امنیت د شورا ویاند ټاکلی.
د ملي امنیت د شورا خبرپاڼه وایي، چې نوموړی په دیني علومو او عربي ژبه او د ښوونې او روزنې په مدیریت کې دوه جلا ماسټرۍ لري او په پښتو، عربي، دري او انګلیسي ژبو خبرې کولای شي.
مولوی رحمت الله اندړ، چې د طالبانو د بیا راپورته کېدو په کلونو کې له طالبانو سره فعال طالب و او په غزني ولایت کې یې د طالبانو په پښو ودرولو کې مثبت ګامونه واخیستل؛ وروسته له افغان حکومت سره په مخالفت کې ټپي هم شو او بیا د څه وخت لپاره بندي هم شو.
خو په طالبانو کې له ځایي مشرانو سره د مخالفت له امله له طالبانو ووت او د غزني د اندړو ولسوالۍ د اربکیانو غړی شو، د طالبانو سرسخت مخالفت یې پیل کړ او ډېر جنګونه یې ورسره وکړل. څه موده وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي سلاکار او بیا د ملي امنیت شورا په دفتر کې د علماوو او دیني چارو د رییس او سلاکار په توګه په دنده وګومارل شو، چې اوس تازه د ملي امنیت د شورا ویاند وټاکل شو.
د ملي امنیت شورا دفتر پخوانی ویاند جاوید فیصل په سیاسي چارو کې د حمدالله محب ستر سلاکار ټاکل شوی.

ورته مطالب

Back to top button