افغانستانراپورونهسلايډ

پاکستان کې په لومړي ځل یو افغان میرمن دايمي اوسيدو کارډ واخیست

پاکستان حکومت په لومړي ځل یوې افغان میرمني ته دایمي اوسیدو کارډ ورکوي، دا کارډ د شناختي کارډ سره ډیر توپیر نه لري.

دا کارډ پخوا یوه افغان ته هم نه ده ورکړل شوي، تقریباً پاکستان کې پخوا راهیسي ۴ میلونه کډوالو ژوند کاوه چې د طالبانو د واکمنۍ د نسکوریدو وروسته ډیری افغان کډوال بیرته هیواد ته راستانه شول چې اوس هم پاکستان مختلفو ښارونو کې یو نیم میلون کډوال پاتې دي.

دا افغان میرمن چې د پاکستان باجوړ سيمې یو اوسيدونکي ذاهد الله سره یې واده کړي او اوس ۴ بچیان هم لري، ذاهدالله پاکستانۍ شناختي کارډ لرلو او افغان میرمن يې سره تذکره وه خو ذاهدالله ډیر کوشش وکړ چې میرمن ته پاکستانۍ شناختي کارډ جوړ کړي خو ونه توانیده بالاخره ذاهدالله د خپلې میرمن قضیه د پاکستان سترې محکمې ته یووړه، خو محکمې د یو بې ساري ګام په اخیستلو سره نادرا ادارې ته حکم کړي چې نوموړي افغان میرمن ته د پاکستان Pakistan Origin Card کارډ ورکړ.

ددې قضيې وروسته اوس هر افغان وګړي چې د کورنۍ یو غړۍ پاکستاني شناختي کارډ ولري دا کارډ اخیستلائ شي.

POC کارډ چې ځان سره ډیرې ازادۍ لري لکه:

۱: پاکستان ته هر وخت سفر کول

۲: پاکستان کې دايمي اوسيدل

۳: لکه نورو بهرنيانو په شان پاکستاني ادارو کې ځان نه راجسټر کول

۴: پاکستان کې د کور يا مالکيت پيرل او يا پلورل

۵: پاکستان کې بانکي حساب پرانيستل

دا کارډ هغه افغانانو ته اوس پاکستان ورکوي چې په لاندې شرایطو برابر وي:

پخوا د پاکستان تابعيت مو لرلی وي او خپل تابعيت مو بيرته پاکستاني حکومت ته ورکړی وي

تاسې بهرنی اوسئ ولې له پاکستاني تابعيت لرونکي کس سره مو واده کړی وي، ستاسو والدين له پاکستان څخه وي او يا يې پخوا د پاکستان تابعيت لرلی وي.

تاسې بهرنی کس اوسئ ولې ستاسو نيا او يا نيکه د پاکستان تابعيت لرونکي وي او يا يې پخوا لرلی وي.

تاسې بهرني اوسئ ولې ستاسو، ورور، خور، ترور او يا تره د پاکستان تابعيت لري او يا يې پخوا لرلی وي.

که تاسې بهرني ياست او له پاکستاني تابعيت لرونکي کس سره مو واده کړی وي بيا تاسو ته هم په لاندې شرايطو د POC کارډ درکول کيږي.

«د هند، اسرايل او ټايوان تابعيت ونه لرئ او يا د يادو هيوادو دايمي اوسيدونکي نه اوسئ.

له هغه هيواد څخه نه اوسئ کوم چې پاکستان يې په رسميت نه پيژني.

د دښمن هيواد تابعيت ونه لرئ.

ددې کارډونو ورکړه وروسته له هغه پاکستان هیواد بنده کړه چې په ۲۰۱۶ کال په بلوچستان کې امریکايي ډرون الوتکو د طالبانو مشر ملا اختر منصور په نښه کړ او هغه سره پاکستانۍ شناختي کارډ راووت خو اوس یو ځل بیا پاکستان سترې محکې ددې کارډونو ورکولو امر کړي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button