افغانستانسلايډ

پاکستان: پښتنو گوندونو افغان کډوالو ته د پنځه کاله مودې غځولو غوښتنه وکړه

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد د تاوتریخوالي له څپې وروسته، پښتنو سیاسي مشرانو له حکومت غوښتنه کړې چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د مېشتېدو موده دې تر پنځو کلونو نوره وغځوي. دغو سیاستوالو له خپل حکومت هیله کړې چې د افغانانو ځورېدل دې ودروي.

په اسلام اباد کې نن د پښتونخوا عوامي ملي گوند مشر، محمود خان اڅکزي په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام د مشر، مولانا فضل الرحمن، د جماعت اسلامي مشر، سراج الحق، د عوامي نېشنل گوند رهبري غړی، افراسیاب خټک او د مسلم لیګ نواز ګوند د غړي امیر مقام په ګډون په یوه غونډه کې د افغان کډوالو پر وضعیت بحث وشو.

پښتنو مشرانو له حکومت غوښتي چې هغه افغانان یې چې د بهرنیانو د غیرقانوني اوسېدو په تور نیولي ژر تر ژره خوشې کړي.

افراسیاب خټک غوښتنه کوي چې د افغان کډوالو د پاتې کېدو نېټه دې تر ۲۰۲۱پورې وغځول شي. خټک وايي چې له لومړي وزیر سره د لیدو پر مهال به دغه غوښتنه مطرح کړي.

ښاغلي خټک مشال راډیو ته وویل «ایران افغان کډوالو ته تر ۲۰۲۱ د ایسارتیا وخت ورکړی، نو باید چې پاکستان هم تر ۲۰۲۱ پورې وخت ورکړي». خټک د ناراجسټر شوو افغانانو د ثبتولو غوښتنه هم کوي «کوم افغانان چې نه دي رجسټر شوي په کار ده چې هغوی رجسټر کړي».

پاکستاني پښتانه گوندونه له هغې وروسته د افغانانو د ځورونې او مودې غځونې غوښتنه کوي چې په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا څلوېښت زره کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د کډوالو د راستنېدو بهیر ته ژمن دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button