سلايډسيمه او نړۍ

پاکستان: مومندو کې ځانمرگي بريد څلوېښت تنه وژلي

د پاکستان د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمه کې د يوه ځانمرگي بريد پر مهال چاودنې څلوېښتو تنو ته مرگ ژوبله اړولې ده.

ځانمرگی بريد د يادې قبايلي سيمې په يوه جومات کې تر سره شوی دی، چې له امله يې تر دې دمه د شپاړلسو تنو د وژل کېدو او څلرويشتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. بريد د جمعې د لمانځه پر مهال شوی دی.

د مومند ايجنسۍ چارواکو رويټرز سره خبرو کې د دې چاودنې پخلی کړی او زیاته کړې يې ده، چې پېښه د مومندو په پايي خان کلي کې رامنځته شوې ده، چې په سترې شمېر کې خلک لمانځه ادا کولو ته ورغلي وو.

د پېښې زخميان ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي او سيمه امنيتي ځواکونو کلابنده کړې ده.
د پېښې پړه تر دې دمه هيڅ کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button