سلايډسيمه او نړۍ

پاکستان: مردان او پېښور کې چاودنه او بريد، درنه مرگ ژوبله

د پاکستان د خيبر پښتونخوا په مردان او پېښور ښارونو کې چاودنه او ډله‌ييز بريد شوی، چې له امله يې لسگونو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د بي بي سي اردو له راپور سره سم وسله والو کسانو نن د پېښور پر کرسچين کالونۍ ډله‌ييز بريد کړی او ورپسې د مردان کچهري سيمه کې چاودنه شوې ده.

کرسچين کالوني د پېښور پر ورسک روډ پرته ده، پاکستاني امنيتي ځواکونه وايي، په ځوابي ډزو کې يې څلور وسله وال وژلي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د څانگې وياند عاصم باجوه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې امنيتي ځواکونو پر وخت د پېښې ځای ته ځان رسولی او اوس هم سيمه کې تالاشي روانه ده.

جنرال باجوه زياتوی، چې وسله وال سهار وختي له وسلو او چاودېدونکو توکو سره کالونۍ ته ننوتلي وو، لومړی يې ساتونکی وژلی و او وروسته امنيتي ځواکونو سره ونښتل. سرچينې د دوه ملېشو، يو پوليس او دوو ساتونکو ټپي کېدا تاييد کړې ده. د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

بل پلو د مردان ښار کچهري سيمه کې چاودنې لس کسان وژلي او له څلوېښتو ډېر نور ټپيان دي.

پاکستاني اخبار ډان نيوز د يوه ځايي چارواکي فيصل شهزاد له خولې ليکلي، چې بريدگر لومړی د کچهرو پر دروازه لاس بم ورواچاوه او ورسته يې ځان والوزاوه.

د مردان يوه بل چارواکي حمايت الله مايار چاودنه کې د لسو کسانو د وژل کېدو او يو څلوېښت نورو د ټپي کېدو پخلی کړی، خو نوموړي دا څرگنده نه کړه، چې وژل شوي کسان څوک دي. دغه چارواکي وايي، د چاودنې ځای مهم دی، دلته ډېرې دولتي مهمې ودانۍ دي او سيمه له امنيتي ځواکونو ډکه وي. د ډان نيوز له راپور سره سم د دې بريد پړه د پاکستان جماعت الاحرار ډلې پر غاړه اخيستې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button