افغانستانخبرونهسلايډ

پاکستان له افغانستان څخه څه غواړي؟

له پاکستان څخه د ولسمشر محمد اشرف غني له راتګ وروسته د ملي امنیت مشر، رحمت الله نبیل استعفا ورکړه. غني بې له ځنډه د نبیل استعفا منلې او پر ځای یې مسعود اندرابي سرپرست ټاکل شوی. کله چې ولسمشر په پاکستان کې و، نبیل پرې سختې نیوکې وکړې. رحمت الله نبیل پاکستان ته د افغان چارواکو سفر خپلو خلکو ته «سپکاوی» ګڼلی و. د ملي امنیت مشر، پرون ناوخته خپله استعفا خپره کړه.

ځینو رسنیو هغو غوښتنو ته لاسرسی موندلی، چې پاکستان له افغان لوري څخه مطرح کړي.

د سرچینو له مخې، پاکستاني لوری لاندې غوښتنې لري:

لومړی: پاکستان غواړي، چې د پاکستاني طالبانو افغانستان مېشتی مشر، ملا فضل الله دې ونیول شي او پاکستان ته دې وسپارل شي.

دویم: په افغانستان کې د پاکستان پر ضد د رسنیو د تبلیغاتو مخه دې ونیول شي.

درېیم: پاکستان یو ځل بیا غوښتي چې په افغانستان کې دې د هند د پراخ شتون مخه ونیسي.

څلورم: پاکستان ګواښ کړی که ځینې افغان سیاستوال په افغانستان کې د پاکستان پر ضد تبلیغات ونه دروي، پاکستان به پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي.

پنځم: افغانستان باید د هغو رسنیو مخه ونیسي چې د ډیورند کرښې د کوزې غاړې پښتنو او بلوڅانو د حقونو غوښتنه مطرح کوي.

شپږم: افغانستان دې د ډیورنډ کرښې له دې غاړې د پاکستان پر لور د راکټي بریدونو مخنیوی وکړي.

اووم: پاکستان ادعا کوي، چې پر خپله خاوره یې د افغان طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي.

پاکستان داسې مهال له افغانستان څخه ځینې مشخصې غوښتنې لري چې ولسمشر اشرف غني له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا پاکستان ته سفر وکړ. غني پخوا انکار کړی و، چې د «اسیا زړه» کنفرانس کې به ګډون ونه کړي. د پاکستان پورته غوښتنې کومې خپلواکې سرچینې نه دي تایید کړي. افغان ولسمشر هم تر دې دمه د پاکستان سفر په تړاو رسنیو ته څرګندونې نه دي کړي.

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button