سيمه او نړۍ

پاکستان سویلي وزيرستان کې د وسله والو پر ضد عمليات پيل کړي

د پاکستان امنيتي ځواکونو سویلي وزيرستان کې له پرون راهیسې عمليات پيل کړي دي.

د پاکستان پوځي چارواکو د عملياتو پخلی کړی، او ويلي يې دي، د سویلي وزيرستان عملياتو کې يې تر اوسه دوه تنه وسله وال وژلي او يو پوځي ټپي شوی دی. امنيتي ځواکونه وايي، عمليات يې وروسته له هغې پيل کړل، چې په سيمه کې د وسله والو د پټېدو خبر ورکړل شو.

د ځايي رسنيو له راپورونو سره سم پوځ دغه عمليات د سویلي وزيرستان د کنډي غر په غرنيو سيمو کې پيل کړي دي او نن يې دويمه ورځ ده.

د عملياتو پر مهال پر پاکستاني پوځيانو د سړک د غاړې يو بم هم چاودلی، چې له امله يې يو سرتېری ټپي شوی دی.

پاکستان په وزيرستان کې له تېر جون راهيسې د وسله والو پر ضد د «ضرب عضب» په نوم عمليات پر مخ وړي، چې تر دې دمه په کې سلګونه وسله وال وژل شوي، پاکستاني پوځ د همدې عملياتو په لړۍ کې تېره ورځ په خيبر ايجنسۍ او شوال سيمو کې د ۲۳ وسله والو د وژل خبر ورکړی او د هغوی د شپږو مرکزونو د له منځه وړلو يې ويلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button