سلايډسيمه او نړۍ

پاکستان سره د امريکا مرستې اويا سلنه کمې شوي

د امريکا د کانگرس د څېړنو د خدماتو مرکز خبر ورکړی، چې پاکستان سره د امريکا د متحده ايالاتو نظامي مرستې اويا سلنه کمې شوې دي.

د امريکا دفاع وزارت يا پنټاگون د روانې مياشتې لومړيو ورځو کې اعلان کړه چې له پاکستانه يې درې سوه مليون ډالر له دې امله ستانه کړي دي، چې د حقاني شبکې پر ضد جدي اقدامات نه کوي. حقاني شبکه افغانستان کې پر امنيتي ځواکونو او دولتي ادارو د خونړيو بريدونو مسووله بلل کېږي.

راپور څرگنده کړې ده، چې د دغو کمو شويو مرستو درې پنځوس سلنه اقتصادي مرستې دي او په ۲۰۱۱ز پورې تړلي دي، چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان ايبټ اباد سيمه کې وموندل شو او د امريکايي پوځيانو له لوري ووژل شو، د دې مسئلې پر سر پاکستان سره د امريکا اړيکې سړې شوې. شل سلنه نورې کمې شوې مرستې نظامي دي.

امريکا تر ۲۰۱۱ز پورې پاکستان سره ۱،۳ مليارد ډالر نظامي مرسته کړې وه، همدا راز پاکستان سره د دغه اقتصادي مرستې اندازه ۱،۲ مليارد ډالر ته رسېږي.

امريکا پاکستان سره د الوتکو د يوې سودا د نه ترسره کېدو له امله هم پاکستان سره مرستې کمې کړې دي، ټاکل شوې وه امريکا پاکستان ته د دوه سوه اويا مليون ډالرو په بيه اته دانې اېف۱۶ الوتکې ورکړي، خو د امريکا کانگريس کې د گوندونو د اختلافاتو له امله د روان کال په مۍ مياشت کې دغه قراد داد لغوه شو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button