افغانستانسلايډ

پاکستان: د ولسمشر غني خبرو مايوسه کړي يو

پاکستان د ولسمشر غني د هغو څرگندونو په اړه سخت غبرگون ښودلی، چې نوموړي وارسا کې د ناټو په سرمشريزه کې کړې دي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې يوازې پاکستان د افغانستان په ثبات کې همکاري نه کوي، پاتې ټول هېوادونه دا هڅې کوي.

د ملي يووالي حکومت مشرانو بيا بيا له پاکستانه وغوښتل، چې د افغان طالبانو پر ضد جگړه پيل کړي، خو پاکستان وايي، چې د افغانستان جگړه پر خپله خاوره نه شي کولی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد نفيس زکريا د ولسمشر غني د وروستيو څرگندونو په غبرگون کې ويلي، چې هېواد يې د دې خبرو له امله مايوس شوی دی.

نوموړي د ولسمشر غني دا خبره رد کړې ده، چې گوندې پاکستان افغانستان کې د سولې راوستو لپاره همکاري نه کوي او د ژمنو خلاف د هغو وسله والو پر ضد گامونه نه پورته کوي، چې پاکستان کې دي او افغانستان کې جگړه کوي.

ولسمشر غني دا هم ويلي وو، چې د پاکستان له لوري په ښه او بد د ترهگرو وېش خطرناک دی او پاکستان يې اوس هم کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې ده، چې د اوس غوښتنه دا ده چې دواړه هېوادونه نږدې اړيکې ولري. هغه وويل: «موږ هم له افغان حکومته د همکارۍ تمه لرو، چې سرحدونه اداره کړي او افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان غړي پرېنږدي». خو افغان حکومت دا خبره ردوي، چې د دې تحريک غړي يا مشران دې افغانستان کې وي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button