سيمه او نړۍ

پاکستان د سعودي او ایران منځگړیتوب کوي

د پاکستان لومړی وزير نواز شريف د سعودي او ايران د ستونزې د اواري په موخه سعودي عربستان ته رسېدلی دی. شريف سره په دې سفر کې د پاکستان لوی درستيز راحيل شريف او بهرنيو چارو وزير طارق فاطمي هم مله دي. ټاکل شوې ده، د نواز شريف په مشرۍ دغه پاکستاني پلاوی له سعودي وروسته ايران ته ولاړ شي.

سلمان بن عبد العزيز د نواز شريف او نورو پاکستاني چارواکو سره د سیمې پر مسایلو خبرې کړي.

د سعودي او ايران تر منځ په دې وروستيو کې د سعودي له لوري د يوه شيعه عالم نمر باقي النمر د وژلو له امله اړيکې خرابې شوې، د نمر له اعدام وروسته ايران کې د سعودي سفارت ته اور واچول شو او وروسته گڼو عربي هيوادونو له ايران سره خپلې ډپلوماتيکې اړيکې پرې کړې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله په دې اړه وويل، د ايران او سعودي تر منځ ستونزې ډېرېدل پاکستان خواشينی کوي او د اسلامي امت په گټه نه دی. پاکستان د ترهگرۍ ضد نړيوال اسلامي ايتلاف غړی هيواد دی.

د سعودي پاچا او پاکستاني لومړي وزير تر منځ د خبرو جزيات لا رسنيو ته نه دي راوتي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button