سلايډسيمه او نړۍ

پاکستان د ایران – سعودي سیالۍ کې ناپېيلی پاتې کېږي

د پاکستان صدراعظم نوازشريف د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز ويلي، چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ۳۴ هېوادونو ترهگرۍ ضد ايتلاف لپاره سعودي عربستان له دوی پوځ نه دی غوښتی او نه پاکستان هلته د سعودي مرستې لپاره خپل پوځ لېږي.

سرتاج عزيز د پاکستان ملي اسامبلۍ د بهرنيو اړيکو کميټې ته د ايران او سعودي وروستيو ستونزو او کشالو په اړه وويل، چې پاکستان د سعودي په مشرۍ د ۳۴ هېوادونو ترهگرۍ ضد ايتلاف غړی دی، مگر بهرني هېواد ته پوځ لېږل د پاکستان بهرنۍ پاليسي نه ده.

رسنيو د پاکستان ملي شورا د يو غړي له قوله ليکلي، چې پاکستان به د ايران او سعودي بحران پر مهال د هېڅ هېواد پلوي نه کوي.

پاکستاني سرچينې وايي، چې دوی سعودي عربستان ته ځمکنی پوځ نه لېږي، مگر د ترهگرۍ د مخنيوي لپاره د روزنې، تخنيکي همکارۍ،  د معلوماتو تبادلې او وسلو ورکولو کې به مرسته کوي.

د سرتاج عزيز په وينا د ايران او سعودي کشالې کمولو په اړه د اسلامي کنفرانس غونډه د روانې جنوري په ۱۶مه کيږي او هيله يې څرگنده کړې، چې د دې غونډې له امله به د دواړو هېوادونو په بحران کې کمی راشي.

د بهرنيو چارو سلاکار وايي، چې د اسلامي کنفرانس له ناستې وروسته به پاکستان خپل رسمي دريځ روښانه کړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د ترهگرۍ مخنيوي لپاره د هرې پرېکړې او گام ملاتړ کوي او له همدې امله يې د سعودي په مشرۍ نوي ايتلاف کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

«د ترهگرۍ ضد نوي ايتلاف کې د عمل او گډون څرنگوالي په اړه وروستۍ پرېکړه به رياض کې د ترهگرۍ ضد له غونډې وروسته کيږي.»

د پاکستان ملي اسامبلۍ د بهرنيو چارو کمېټې مشر اويس لغاري اسلام اباد کې رسنيو ته وويل، چې پاکستان د ايران او سعودي عربستان ترينګلتيا کمولو په موخه خپل فعاليت کوي او هڅه کوي، چې د درېيمگړي په توگه د ايران او سعودي عربستان کشاله د خبرو له لارې حل کړي.

د پاکستان مشرانو جرگې هم نن سرتاج عزيز د ايران او سعودي وروستيو پېښو او پاکستان بهرنيو اړيکو په اړه د پوښتنو لپاره وربللی دی.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button