خبرونهسلايډ

پاکستان: د اشرف غني وروستۍ څرگندونې ناهیلې کوونکي دي

پاکستان وايي چې د ولسمشر اشرف غني وروستۍ څرگندونې چې د پاکستان د کوښښ په وړاندې یې کړي ناهیلې کوونکې دي. پاکستان وايي چې دوی پخوا هم د ترهگرۍ د لمنځه وړلو لپاره کوښښ کړی او په راتلونکي کې به هم خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره ژمن دی او په دې باور لري چې په افغانستان کې سوله د پاکستان د گټو لپاره مهم دی او د پاکستان امنیت لپاره ضروري ده. خبرپاڼه د ولسمشر غني د څرگندونو په اړه نور څه نه دي ویلي چې د ولسمشر کومې څرگندونې دوی ناهیلې کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې پاکستان کوښښ کوي چې افغان سوداگر خپلې توکي د پاکستان له ټولو لارو بهر ته واستوي. د خبرپاڼې له مخې د افغان سوداگرو پر مخ د پاکستان واگا بندر هم خلاص دی او کولی شي چې خپل مالونه هندي بازار ته هم ورسوي.

ولسمشر اشرف غني په خپل دوه ورځني سفر کې هند ته په گڼو پروگرامونو کې خبرې وکړې خو د پاکستان له لوري په خپاره شوي خبرپاڼه کې دا نه دي یاد شوي چې د دوی د ولسمشر له کومو څرگندونو ناهیلي شوي دي

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button