خبرونهسلايډ

پاکستان افغان کډوالو ته شپږ میاشتې نور وخت ورکړ

د پاکستان دولت د افغان کډوالو موده شپږو نورو میاشتو ته وغځوله. د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف دفتر اعلان کړی چې افغان کډوال به د دې کال تر پایه پورې پاکستان کې پاتې شي.

شاوخوا یو نیم ملیون افغان کډوال په پاکستان کې د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت له لورې د اوسېدو قانوني اسناد لري او پاتې نور یو ملیون کډوال له قانوني اسنادو پرته هلته ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي چې دا به د کډوالو په پاتې کېدو کې د وخت وروستی زیاتوالی وي او د راتلونکي میلادي کال له پیل وروسته به د کډوال د بېرته تلو بهیر پیل شي.

اعلان کې همدارنگه راغلي چې پاکستان به له بېرته تلونکو افغان کډوالو سره په افغانستان تر پنځو کلو پورې د غنمو مرسته کوي.

پاکستان حکومت شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال د امنیتي ستونزو له کبله افغانستان ته استوولي دي. همداراز تېره اوونۍ پاکستاني پولیسو ۲۰۰۰ افغان کډوال بندیان کړي چې له هغوي څخه یې ۴۰۰ تنه افغانستان ته استوولي دي.

راتلونکي میاشتې کې به پاکستان د افغانستان او ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې د کنفرانس کوربه وي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button