افغانستانراپورونه

پاکستان افغان مهاجرو ته لایسنس او تورخم اجازتنامه ورکوي

پاکستان کې د قومونو شورا خبر ورکوي چې د پاکستاني چارواکو او یو این ایچ سي آر څخه د دوی په غوښتنو او هڅو سره توانیدلي چې پاکستان کې میشتو افغان کډوالو ته د موټرچلولو لیسنس او په طورخم د تګ راتګ اجازتنامه ترلاسه کړي.
یادې شورا ویلي چې په نږدې ورځو کې پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د پاکستان حکومت لخوا د يو اين ايچ سي آر په مرسته د ډرائيوري لايسنسونو ورکړه به جاري شي او هم به د يو ځانګړې اجازت نامې له مخې په طورخم باندې په ازاده توګه تګ او راتګ وکړئ شي!
د دغې شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی هڅه کوي تر څو هلته میشتو افغانانو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې دی چې څه وخت وړاندې پاکستان اعلان کړی وو چې د موټرو لیسنس نه لرونکي ته به پنځه زره روپۍ جرمانه کوي.

ورته مطالب

Back to top button