ګنګوسې

پاکستان اسراییلي وګړو ته د ورتګ مشروطه اجازه ورکړې

ایکسپریس نیوز په خپل یوه رپوټ کې وایي، د دغه هېواد ایمیګریشن د اسراییلو تابعیت لرونکو وګړو ته پاکستان ته د ورتګ مشروطه اجازه ورکړې ده.
رسنۍ د سرچینو په حواله لیکلي چې د څېړنو مرکزي ادارې (ایف ای اې) په خپل وېبسایټ د اوو هېوادونو وګړو ته پاکستان ته د ورتګ شرطونه جاري کړي وو.
دغو هېوادونو کې فلسطین، هند، اسراییل، بوتان، نایجریا، بنګله دېش او سومالیه شامل دي.
د وېبسایټ په لېست کې اسراییل هم شامل دی. د نویو شرطونو (قانون) پر بنسټ، اسراییلي وګړي به پاکستان ته له داخلېدو وروسته ځان له پولیسو سره ثبتوي، د سیمې له ځایي مشر سره به ځان ثبتوي او له بېرته تللو وروسته به پرمټ (اجازه لیک) بېرته سپاري.
خو د ایمیګریشن مشر عصمت الله جونیجو وایي، د هېوادونو لېست د کورنیو چارو وزارت خپور کړی او د اسراییلو نوم په کې په غلطۍ اچول شوی.
هغه ویلي، د اسراییلو نوم له لېسته ایستل کېږي او د حکومت پالیسي په دې اړه بېخي روښانه ده.
د یادونې وړ ده چې موده وړاندې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته د یوې اسراییلۍ الوتکې د ورتګ او د لږ وخت له پاره یې د ناستې رپوټونه ورکړل شوي وو، خو پاکستاني چارواکو بیا د الوتکې ورتګ دروغ وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button