افغانستانسلايډ

پاکستاني ځواکونو پکتيا کې تاسيسات پيل کړي

وروسته له هغه چې تورخم کې د پاکستان له لوري د دروازې پر لگولو د افغانستان او پاکستان تر منځ نښتې وشوې، پاکستاني ځواکونو اوس پکتيا کې په صفري نقطو کې تاسيسات پيل کړي دي. د پکتيا قومي مشرانو، ولايتي شورا او ولايتي ادارې خبر ورکړی، چې پاکستاني ځواکونو د پټان ولسوالۍ د ډېورنډ کرښې په صفري نقطو کې تاسيسات پيل کړي، خو حکومت او قومونه يې د مخنيوي په اقدام لگيا دي.

د پکتيا د ولايتي شورا وکيل تاج محمد منگل وويل: «دا اوس پاکستاني ځواکونه لگيا دي، د ارگوړي په صفري نقطو کې تاسيسات جوړوي، موږ د دې تاسيساتو د جوړېدو د مخنيوي غوښتنه کړې او کار پرې روان دی».

نوموړي زياته کړې ده، چې که حکومت د دې تاسيساتو په مخنيوي کې پاتې راغی، موږ به د قومي تړونونو پر اساس اقدام وکړو: «موږ پر حکومت غږ کوو، چې د دې مسئلې حل پيدا او مخه يې ونيسي، که نه ولسونه به بيا خپله اړ وي، چې د خپلې خاورې دفاع وکړي».

د پټان د سرحدي سيمو مشران وايي، دواړو غاړو ته پراته قبايل خپلې ټولې شخړې د جرگو له لارې اواروي او اوس هم د پورې غاړو مشرانو ورته وړانديز کړی، چې په دې اړه ورسره جرگه شي او د تورخم د پېښې د تکرار مخه ونيسي. «که دا مسئله د جرگو له لارې حل نه شوه، موږ به له خپلو ځواکونو سره اوږه په اوږه ودرېږو».

د يادونې ده، چې پاکستاني ځواکونو له دې وړاندې هم ننگرهار، خوست او پکتيکا کې د افغانستان د خاورې دننه تاسيسات کړي، چې افغان حکومت پرې بيا بيا د دې کار د مخنيوي غږ کړی، خو مقابل لوري له دې کاره لاس نه دی اخيستی.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button