سيمه او نړۍ

پاکستاني ځواکونو خېبر ایجنسۍ کې څوارلس تنه وسله وال وژلي او نهه پټنځایونه یې ویجاړ کړي

تېره ورځ د پاکستان پوځ پر ډیورن لاین عملیاتو کې څوارلس تنه وسله وال وژلي او د وسله والو نهه پټنځایونه یې ویجاړ کړي.
تېره میاشت د پاکستان پوځ پر ډيورنډ لاین پوځي عملیات پېل کړل چې ددوي پر وینا د وسله والو ډير شمېر یې وژلي او پټنځایونه یې ورته ویجاړ کړي.
عملیات تیره ورځ د خیبر ایجنسې په تیرا سیمه کې د راجګال په درې کې تر سره شول چې په ترڅ کې یې د وسله والو پټنځایونه ویجاړ شوي.
د پاکستان د پوځ ویاند عاصم بجوا تېره ورځ په پېنډۍ کې رسنېو ته د عملیاتو پخلې وکړ او زیاته یې کړه: «موږ غواړو چې افغانستان کې سوله راشي. د افغانستان دولتي چارواکي په افغانستان کې د نا امنۍ پړه پر موږ اچوي او وایې چې وسله وال د خیبر ایجنسۍ د افغانستان خاورې ته اوړي نو ځکه موږ په خیبر ایجنسۍ کې پوځي عملیات پېل کړي تر څو پاک ـ افغان سرحد له وسله والو پاک کړو.»
جنرال بجوا په خپلو ویناو کې د ولسمشر غني هغه څرګندونې رد کړې کومې چې ولسمشر له جیو نیوز سره په مرکه کې کړې وې چې د پاکستان پوځ د طالبانو پر ضد تر اوسه په پاکستان کې عملیات نه دي کړي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button