سيمه او نړۍ

پاکستاني طالبانو د بغدادي خلافت رد کړ

د رويټرز خبري اژانس د يوه راپور له مخې پاکستاني طالبانو د داعش ډلې د مشر ابوبکر بغدادي خلافت رد کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د پاکستاني طالبانو په اړه ويل کېدل، چې دوی د داعش په اړه له «احتياطه» کار اخلي.

پاکستاني طالبان چې اوسمهال د پاکستان د حکومت پر ضد پر وسله واله جگړه بوخت دي، مخکې يې هم ويلي و، دا مناسبه نه ده، چې د ځايي جهادي ډلو په شتون کې دې داعش د خلافت اعلان وکړي او جنگيالي دې يوازې تر خپل بيرغ لاندې جگړې ته ور وبولي.

رويټرز ليکلي، پاکستاني طالبانو وړمه ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو د بغدادي خلافت رد کړی دی.

اعلاميه کې ويل شوي: «بغدادي د اسلام خليفه نه دی، ځکه اسلام کې خليفه هغه چا ته ويل کېږي، چې پر ټوله اسلامي نړۍ ولکه ولري، خو بغدادي دا شرط نه دی پوره کړی».

يادو طالبانو د نورو «جهادي ډلو» د جنگيالو پر ضد د داعش جگړه هم غندلې ده او دا يې له عدالته لرې ښودلې ده.

داعش په افغانستان کې د افغاني طالبانو او په نوره نړۍ کې د نورو «جهادي ډلو» او په ځانگړي ډول القاعده پر ضد جگړه کوي او غړي يې ور وژني.

پاکستاني طالبانو له دې وړاندې له داعش پلوو عالمانو سره په دې اړه يوه مناظره هم کړې، په هغې کې يې په دې اړه لسگونه دلايل وړاندې کړي وو، چې د بغدادي خلافت سهي نه دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button