افغانستانسلايډ

پاکستاني رسنۍ: د نبيل له استعفا سره د دواړو هېوادو اړيکې ښې شوې دي

له «اسيا زړه» کانفرانسه د ولسمشر غني له راستنېدو سره سم د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل استعفا ورکړه، نبيل کانفرانس کې په ګډون پر ولسمشر غني کلکه نيوکه وکړه او وروسته داسې ګنګوسې هم رامنځته شوې، چې ولسمشر د ملي امنيت رييس د پاکستان په اشاره له دندې ګوښه کړی، خو ولسمشر دغه ګنګوسې رد کړې.

له نبيل وروسته د سيمه ييزو ارګانونو د مشر جيلاني پوپل د استعفا اوازه هم خپره شوه. د سیمه ییزو دفتر وياندې منيرې يوسفزاده رسنيو ته وويل، چې ښاغلی پوپل امريکا ته په رخصتۍ تللی او د دفتر چارې يې مرستيال ترسره کوي.

خو باوري سرچينو رسنيو ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي و، چې پوپل له ولسمشر غني په څه خبره خوابدی شوی دی او چارواکي يې د پخلا کولو هڅې کوي، څو د ملي امنيت رييس يې وټاکي، خو د هغه د نه راتګ په صورت کې به د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی د دې ادارې رييس وټاکل شي.

پاکستاني رسنیو پر دغو مسئلو په تازه تبصرو کې څرګنده کړې ده، چې پاکستان افغان ولسمشر ته څو ځلې په افغان حکومت کې هغه چارواکي ورپه ګوته کړي دي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې خنډونه راولاړوي، خو په وينا يې څو ورځې وړاندې د افغانستان د استخباراتو د مشر رحمت الله نبيل له استفعا سره د دواړو هېوادونو اړيکې يو ځل بيا ښې شوې دي.

رحمت الله نبیل له هغو چارواکو څخه و چې د افغانستان د ډېری ناامنیو ګوته یې پاکستان ته نیوه.

سرچينو د امريکايي چارواکو له خولې زياته کړې ده، چې په راتلونکي کې به په افغان حکومت کې نور بدلونونه او ټاکنې هم رامنځته شي، خو په دقيق ډول د چا په اړه څه نه دي ویل شوي.

پاکستاني رسنۍ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د پاکستان له لوري د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو مسئله يو وار بيا ګرمه شوې او ټاکل شوې ده، په راتلونکو ورځو کې د پاکستان لوی درستيز، جنرال راحيل شريف کابل ته سفر ولري.

ډان نيوز ورځپاڼې د امريکايي سفارت د يوه مامور له خولې ليکلي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو لړۍ به د راحيل شريف له سفر وروسته پيل شي، بل لور ته افغان لوري هم په دې اړه خپله هيله ښودلې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button